له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په ترکیه کې د داعش شکمن غړي نیول شوي
ترکي چارواکو د افراطي ډلې «اسلامي دولت» ۷ شکمن غړي نیولي دي. د «انادولو» په نوم دولتي خبري آژانس په حواله په نیول شویو کسانو کې یو مشر او یو جلاد هم شامل دي چې په سوریه کې به یې انسانان وژلي وي. د ترکیې په ختیځ کې په ترسره شوې دغه چاپه کې ډیر اسناد هم نیول شوي. ويل شوي چې دغه نارينه تازه له سوریې څخه ترکیې ته راغلي ول چې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیس او عسکرو له خوا ونیول شول.
په ویانا کې د سوریه او لیبیا په اړه غونډه جوړيږي
تر شلو د زیاتو هیوادونو مخکښ سیاستوال نن په ویانا کې د سوریه او لیبیا کړکیچونو په اړه په یوه دوه ورځنۍ مشورتي غونډه کې سره راټولیږي. دغه لیدنه کتنه د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو په نوښت ترسره کیږي. د غونډې پر لومړۍ ورځ به په لیبیا کې وضعیت وڅیړل شي. د سه شنبې په ورځ به په سوریه کې د اوربند د بیرته رامنځته کولو او د کړکیچ د یوه سیاسي حل په اړه خبري اتري د وزیرانو د غونډې مهمه برخه وي.
په فلپين کې به بیا د مرګ سزا عملي کیږي
د فلپين ټاکل شوي ولسمشر رودریګو دوتردا، د اعدام سزا د بیرته عملي کولو اعلان وکړ. د فرانسې خبري آژانس په حواله هغه وویل چې د جون میاشت په پای کې د واک تر سنبالولو وروسته به له کانګرس څخه د مرګ سزا د بیرته جاري کولو غوښتنه وکړي. په ۲۰۰۶م کال کې په فلپین کې د مرګ سزا لغو شوې وه. دوتردا، غواړي په راتلونکي د مخدره موادو پر سوداګرو، جنسي تیري کوونکو، قاتلینو او غلو د مرګ سزا تطبیق شي.
امریکا: داعش په دفاعي حالت کې دی
د امریکا متحدو ایالاتو د اټکل پر اساس افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش په دفاعي حالت کې ده. د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د مبارزې له پاره د امریکا ځانګړي استازي بریت مکګورک وویل چې یو کال تر مخه د عراق د رمادي ښار تر نیولو وروسته دغه ډلي نوري سیمې نه دي نیولي. نوموړي وویل چې د دې علت د امریکا په مشرتوب ائتلاف له خوا د سیمه ییزو ځواکونو په ښه توګه سنبالښت او د دوی دقیق پوهاوی دی.
د ماشوم جنګیالو په اړه توافق
د کولمبیا حکومت او د فارک چریکي ډلې ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې نور پرمختګونه هم شوي دي. د یکشنبې په ورځ په هوانا کې په دې ترڅ کې پر دې هم توافق وشو چې هغه ماشومان چې له دغي ډلې سره په خدمت بوخت دي، جزا به نه ورکول کیږي، له خپلو کورنیو سره به یوځای کړل شي او د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو زمینه به ورته برابره کړل شي.