له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ايراني حاجيان به سږکال مکې شريفي ته سفر ونه کړای سي
د ايران او سعودي عربستان تر منځ د دپلوماتيک بحران له کبله به سږ کال ايرانيان ونه کولای سي چي د حج له پاره مکې شريفي ته سفر وکړي. د ايران د کلتور وزير علي جنتي ويلي چي په دې تړاو د تړون له پاره شرايط نه دي پوره کړل سوي. نوموړي پر رياض د «زابوتاژ» تور ولګوی. د دغه ايراني وزير په وينا سعودي عربستان د ويزې د ورکړې، د سفر او د حاجيانو د امنيت به تړاو پوښتني نه دي جواب کړي.
نواز شريف او عبدالله عبدالله د کاسا ۱۰۰۰ پروژه پېل کړه
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي د کاسا ۱۰۰۰ په نوم پروژې د پېل زګنال ورکول سو. د دغې پروژې د پېلولو په مراسمو کي له پاکستان څخه لومړي وزير نواز شريف او له افغانستان څخه اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ونډه اخيستې وه. دغه پروژه چي په ترڅ کي به يې تر افغانستان او پاکستان پوري د برېښنا تار غځول کيږي، ورته د يو اعشاريه پنځه مليارده يورو مصارف محاسبه سوي دي.
په لندن کي د فساد ضد سرمشريزه پېل سوه
برېتانوي حکومت د پنجشنبې په ورځ په لندن کي د فساد پر ضد نړيواله سرمشريزه د يو پلان په اعلانولو سره پرانستله. په دې ترڅ کي لومړي وزير ډېويډ کېمرون اعلان وکړ چي په لندن کي به د جايدادونو په رانیولو سره د تورو پيسو د رابهېدو د مخنيوي له پاره اقدامات وسي. په دغه سرمشريزه کي تقريبا د ۵۰ هيوادونو حکومتي او دولتي مشرانو او په همدې راز مهمو سياستوالو ګډون کړی دی.
اردوغان: د ويزې د آزادي په ترڅ کي اروپايي اتحاديې نوي شرايط ايږدي
د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر اروپايي اتحاديې تور لګولی، چي د شينګن ساحې هيوادونو ته د ترکانو د وېزې د ازادۍ په تړاو يې په شرايطو کي بدلون راوستلی دی. اردوغان تور لګولی چي په دې ترڅ کي اروپايي اتحاديې د ترکيې له پاره نوي خنډونه رامنځ ته کړي دي. ترکي ولسمشر وويل چي ترکيې او اروپايي اتحاديې د ۷۲ شرايطو د رامنځ ته کولو څخه تر مخه و ترکانو ته د اروپا د سفر له پاره د ويزې پر آزادۍ توافق کړی ؤ.