له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له ترکیې سره به د ویزې له منځه وړل وځنډيږي
د اروپا د پارلمان مشر مارتن شولڅ تر جولايي میاشت پورې د ترکیې د وګړو له پاره د ویزې د له منځه وړولو چانس نه ویني. د «Deutschlandfunk» راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې «دا هیڅ د بحث وړ نه ده» چې تر څو ترکیې شرائط نه وي پوره کړي، د اروپا پارلمان دې پر مشورو پیل وکړي. دی زیاتوي چې له همدې امله یې په دې اړه د اروپايي ټولنې د کمیسیون مسوده اړوند عدلي کمیسیون ته نه ده لیږدولې.
یورو پول به لا زیات اختیارات ترلاسه کړي
د اروپايي ټولنې د پولیسو اداره یورو پول له ترهګرۍ او تنظیم شویو جنایتونو سره د مبارزې په موخه باید په ښه توګه سنباله کړل شي. د اروپا پارلمان په دې موخه اړوند مقررات په اکثریت رایو سره تصویب کړل. دا په نظر کې لري چې یورو پول به په راتلونکي کې کولای شي د خاصو دندو له پاره ځانګړي قطعې د اوسني وخت په پرتله په چټکۍ سره رامنځته کړي او له شخصي شرکتونو د مثال په توګه فیسبوک سره په شریکه کار وکړي.
بغداد: ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې
د عراق په پلازمینه بغداد کې یوه موټر بم برید لږ تر لږه ۵۰ انسانان وژلي دي. د امنیتي ځواکونو او ژغورونکې عملې د معلوماتو پر اساس په برید کې د ۶۰ زیات انسانان ټپيان هم دي. افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د بغداد په دغه شعیه میشته سیمه کې د برید پړه منلې ده. دغه ډلې د انترنت له لارې په خپره شوې یوه اعلامیه کې د برید مسئولیت اخیستی دی. دغه سني ډله شعیه مذهبه مرتد بولي.
د حلب په شا و خوا کې بیا هوايي بریدونه شوي
د سوریې د حلب ښار شا و خوا پرتې ډيري سیمې نن، چهار شنبه پر اوربند سر بیره هم د هوايي بریدونو هدف ګرځيدلي. د فرانسې خبري آژانس د رپوت په حواله د سوریې هوايي ځواک د ښار په لویدیځ کې د یاغیانو پر مرکزونو بریدونه ترسره کړل. د دولتي خبري آژانس «سنا» د یوه خبر له مخې د حکومتي ځواکونو له خوا په کنترولیدونکې سیمه کې یو تن د «ترهګرو» ډلو له خوا په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
سږکال د کورني بې ځایه شویو شمیر ډیر لوړ وو
په تیر ۲۰۱۵م کال کې په خپل هیواد کې د جنګ او تشدد له امله د بې ځایه شویو کسانو شمیر ډیر لوړ وو. په ژنیو کې د کورني بې ځایه شویو د څار مرکز له خوا ویل شوي چې د کورني بې ځایه شویو انسانانو شمیره چې ۴۱ میلون ده، تر بل هر وخت لوړ ده او په نړۍ کې بیا د ټولو کډوالو د شمیر دوه برابره لوړه ده. په ۲۰۱۵م کال کې ۸،۶ ملیون اضافي مهاجر بیا د خپل هیواد څخه ۲۸ نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.
ساندرز په خیتځ ورجینیا کې کلنټن ته ماتې ورکړه
د امریکا متحدو ایالاتو د دیموکراتانو د ګوند څخه بیرني ساندرز د امریکا په ختیځ ویرجینیا ایالت کې ولسمشرۍ ته په گونډي ټاکنو کې خپلې سیالې هیلري کلنټن ته د کابو ۵۱ سلنه رایو په اخیستو سره ماتې ورکړه. کلنټن په دې وروستیو کې د ډبرو سکرو معدن د راتلونکي په اړه له څرګندونو سره په خیتځ ورجینیا ایالت کې مخالفتونه راپارولي ول.