له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
روسيې پر هتلر د بري یادون وکړ
د مسکو په سره میدان کې د یوه ستر پوځي پرېټ په ترڅ کې ۷۱ کاله د مخه د هتلر د پوځونو پر وړاندې د پخواي شوروي د پوځ بری ولمانځل شو. په داسې حال کې چې په لویدیځ کې د مي په اتمه نیټه د نازیانو څخه د خلاصون یادون کیږي، په روسیه کې د ۱۹۴۵م کال د مي ۹ د «بري د ورځ» په توګه لمانځل کیږي. د شوروي پوځ د بریالیتوب د لمانځنې په عنوان په برلین کې د پخواني شوروي اتحاد عسکر د یادون څلي ترڅنګ راټول شوي ول.
یونان: پارلمان د سپما لانجمن پلان تصویب کړ
د یونان پارلمان د سپما یو نوی پروګرام تصویب کړ چې د یورو د حوزې دغه هیواد سره نورو نړیوالو مالي مرستو ته لار هواروي. تر دوه ورځني بحث وروسته د لومړي وزیر الیکسس سيپراس ائتلاف وتوانید د دغه لانجمن پلان له پاره کافې رای ترلاسه کړي. دا پلان د تقاعد راکمول او مالیې زیاتول په پام کې لري. ښايي دا رای ګیري به د یورو حوزې د مالیې د وزیرانو په غونډه کې چې نن ترسره کیږي د یونان د ماليې د وزیر دریځ قوي کړي.
د اتریش صدراعظم له دندې ګوښه شوی
د اتریش صدراعظم ویرنر فېمن له دندې ګوښه شوی. په ویانا کې د سوسیال دیموکرات ګوند «ایس پي او» دغه مشر وویل چې له ټولو مقامونو لاس اخلي. ۵۵ کلن فېمن د خپل دې ګام په دلیل کې وویل چې په خپل لیکو کې یې ملاتړ له لاسه ورکړې دی. نوموړې د اپریل پر ۲۴ نیټه د ریاست جمهورۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کې د «ایس پي او» ګوند د ماتې وروسته هم له دندې څخه د ګوښه کیدو له غوښتنو سره مخامخ شوی وو.
« آلمان سږ کال د یو ملیون دوسیو د څيړولو ظرفیت لري»
د آلمان د پنا غوښتنې او کډوالو فدرالي اداره د دغه ادارې د مشر فرانک یورګن وایزه په حواله سږ د پناه د یو ملیون قضیو په اړه پریکړې باید وکړي. نوموړي نن، دوشنبه په نورنبیرګ کې وویل چې سړی ۳۰۰ زره تر ۴۰۰ زره زاړه غوښتنلیکونه څيړلای شي او ورسره د نویو راتلونکو مهاجرو پر دوسیو هم کار کولای شي. نوموړې د پنا د هغو دوسیو چې کار پرې درول شوې، بل کال ته د ځنډولو څخه خبرداری ورکړ.
له شمالي کوریا څخه د بي بي سي یو خبریال شړل شوی
په شمالي کوریا کې د بي بي سي یو خبریال لومړی نیول شوی او بیا له هیواد څخه شړل شوی دی. ژورنالست روپیرت وینګفیلد هیز او د ده سره تللې ډله د هیواد څخه د سفر په موخه په میدان کې وو چې دی، د ده یو پرودیوسر او یو فلم اخیستونکې الوتکې ته سفر څخه منع کړل شول او ونیول شول. د برېتانیا د دغه خبري شبکې په حواله د دې وروسته له هیز څخه اته ساعته پوښتنې ګرویږنې شوي.
سوریه: یاغیان پر اوربند سربیره هم پر حلب بریدونه کوي
په سوریه کې د اوربند سربیره هم د فعالانو په حواله یاغیانو د حلب ښار هغه برخه ویشتلي چې د حکومتي ځواکونو په ولکه کې ده. د بشري حقونو د څار برېتانیا میشتې سوریايي ټولنې ویلي چې په دغه راکټي برید کې درې انسانان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.د سوریې په شمال کې د پراته دغه ښار ځينې برخې د یاغیانو او ځينې د حکومتي ځواکونو په کنترول کې دي.