له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په سوريه کي پر روغتون بمبار
د سوریې د حلب ښار پر یوه روغتون باندي د هوايي بمباریو په نتیجه کي۲۰ کسان وژل سوي دي. لکه څنگه چي د سوريې له پاره د بشر حقوقو دڅارني ادارې خبر ورکړی دی، په وژل سوو کسانو کي ډیر کوچنیان هم شامل دي. له سیمي څخه د رپوټونو پر اساس په بمباریو کي د روغتون تر څنگ یوه ودانی هم ويشتل سوې ده، چي پکښې ډاکټران او طبي پرسونل ځای پرځای ول. داچي چا بمباری کړي دي، تر اوسه پوري معلومه نه ده.
په ليبيا کي د قاچاقبرانو او مهاجرو تر منځ اخ و ډب
په لیبیا کي د انساني قاچاقبرانو او هغو کسانو چي غوښتل یې مهاجرت وکړي، په شخړو کي تقریبأ ۲۰ انسانان وژل سوي دي. د آژانسونو په حواله د طرابلس د جنوب شرق په ۱۵۰ کیلومتری کي پروت بني ولید ښار کي شخړه قاچاقبرانو ته د پیسو ورکولو پر وخت رامنځته سوې. په دې ترڅ کي درې قاچاقبران او ۱۶ مصریان وژل سوي دي.
ترکیې تر ځانمرگي برید وروسته شکمن کسان نیولي دي
د ترکیې په لویدیځ ښار «بورسا»کي تر ترهگري حملې وروسته پولیسو ۱۲ شکمن کسان نیولي دي. د ترکيې دولتي خبري آژانس انادولو خبر ورکړی دی چي پولیسو دغه عملیات په خپله په «بورسا»، استانبول ،افرون کراحصار او سانلیرفا کي تر سره کړي دي. د چهارشنبې په ورځ یوه ځانمرگي بریدکونکي د «بورسا» له یوه تاریخي مسجد سره نژدې ځان والوزاوه. په دغه پېشه کي ډیری انسانان ټپیان سول.
په ویانا کي د مهاجرو د نوي قانون په اړه اندیښنه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د اتریش پایتخت ویانا کي د لیدني کتني پر مهال د مهاجرت د حقوقو د محدودولو په اړه اندیښنه ښکاره ښوولې ده. بان د اتریش پارلمان ته وویل چي دی د پردیانو سره د دښمنی له کبله ډیر ناارمه دی. خو هغه په عین حال کي د مهاجرو په مقابل کي د اروپایانو سخاوت او لوی زړه وستایه. د اتریش پارلمان د چهارشنبه په ورځ یو قانون تصویب کړ چي له مخي يې د مهاجرو د راتگ عملاً مخنیوی کيږي.
روسیې د «ؤستوچیني» څخه فضايي توغندی توغولی
روسیې په اول وار له نوي فضايي ستیشن «ؤستوچیني» څخه هوا ته فضايي توغندی توغولی دی. د سیوز- ۲ دغه توغندی نن سهار له درو تحقیقاتي ستلایتونو سره یوځای فضأ ته وتوغول سو. جمهوررئيس ولادیمیر پوتین چي پخپله د چین په سرحد کي پروت دغه ښار «ؤستوچیني» ته ورغلی وو، دا يې د روسیې د فضايي سفرونو د پرمختگ په لار کي یو مهم گام وباله. نوی فضايي ستیشن «ؤستوچیني» د شپږو کالو په موده کي جوړ سوی دی.