له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اوکراین د چیرنوبل اټومي ناورين یادون وکړ
په اوکراین کې نن، سه شنبه دیرش کاله مخکې د چرنوبل اټومي ناورين د قربانیانو یادونه وشوه. له نيمي شپې راهیسي ډېرو انسانانو په کوچني ښار سلاووتیچ کې د قربانیانو په یاد څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښودې او شمعي یې روښانه کړې. له نن څخه پوره دیرش کاله دمخه د چرنوبل اټومي دستګاه یو ریاکتور وچاود او تر پخواني شوروي اتحاد او اروپا پوري سیمي یې په رادیو اکتیو وړانګو ککړي کړې.
په سوریه کي هوايي برید
د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د سوریې په شمال کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې د یوه هوايي برید په نتیجه کې پنځه تنه ولسي ساتونکي وژل شوي دي. د دغه سازمان یوه غړي وویل چې د ستر ښار حلب لویدیځ ته په پرته سیمه اتارب کې د ولسي ساتونکو پر مرکز یو راکټ لګیدلی او هوايي بریدونه هم پرې شوي. تر اوسه لا روښانه نه ده چې هوايي برید د سوریې او که د روسیې د هوايي ځواک له خوا شوی دی.
میرکل په آلمان د افراطيانو له ګواښ څخه خبرداری ورکړ
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د زرو پالونکو اسلامپالو د ګواښ څخه خبرداری ورکړ. نوموړې په برلین کې د آلمان د امنیتي ادارو د ترهګرۍ ضد ګډ مرکز د لیدنې پر مهال وويل چې په آلمان کې امنیتي وضعیت ترنګلې دی. خو هغې په عین وخت کې امنیتي ادارو ته د سیاسي ملاتړ ډاډ ورکړ. په دې مرکز کې تقریباً ۴۰ امنیتي ادارې د داخلي امنیت په اړه معلومات سره تبادله کوي.
په بریمن کې د سلفیانو کورونه تلاښي شوي
د آلمان په بریمن ښار کې پولیسو پر سلفي ډلو چاپه وهلې. د پولیسو په حواله د سیمې او د نورو څلورو ایالتونو ځانګړو ځواکونو د ښار په بیلا بیلو برخو کې په ټولیزه توګه نهه کورونه او مغازې تلاښي کړې. دغه عملیات د «بریمن د سلفیانو یو بل ته د سخت تهدید» له امله ترسره شوي. د څارنوالۍ یوې ویاندې په دې ترڅ کې د دوو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړ. سربیره پر دې د یوه تن د وژلو پلان هم موجود وو.
د پاپوا نیو ګیني سترې محکمې د استرلیا کمپونه غیر قانوني بللي
د پاپوا نیو ګیني سترې محکمې د مانوس پر ټاپو د استرلیا مهاجر کمپونه غیر قانوني بللي. په پورټ مورسبي کې قاضیانو د خپلې پریکړې په دلیل کې وویل چې په دغه کمپونو کې د مهاجرو ځای پر ځای کول په اساسي قانون کې د شخصي آزادۍ د ذکر شوي تضمین څخه سرغړونه ده. د دغه هیواد او د استرلیا حکومت څخه غوښتنه وشوه چې دغه کمپونه له منځه یوړل شي. استرلیا په عمومي ډول په کښتیو کې راغلو مهاجرو ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.
ترکیې ته د خبریالانو د تور لیست له امله خبرداری
د اروپا د پارلمان مشر مارتن شولڅ ترکیې ته د نامطلوبه خبریالانو د نومونو د تورلیسټ له امله خبرداری ورکړې. له «بلډ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ده وویل چې داسې یو څه په ډیموکراسۍ کې هیڅ ځای نه لري. د شنبې په ورځ د «بلډ» ورځپاڼې یو خبریال ته د استنابول پر هوايي ډګر تر ښکته کیدو وروسته پرته له کوم دلیل سفر ته د ادامه اجازه نه وه ورکړل شوې.د ترکیې حکومت ویلي ول چې د دغه خبریال نوم په تور لیسټ کې شامل دی.