له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په پاکستان کې په سونو کسان نیول شوي
د یکشنبې په ورځ د پاکستان لاهور ښار په یوه پارک کې تر چاودنې وروسته، پاکستاني امنیتي ځواکونو د تالاشیو په ترڅ کې تر ۳۵۰ زیات کسان نیولي دي. دغه خبر نن سه شنبه، پاکستاني رسنیو ورکړی دی. د پوځي کړیو له لوري ویل شوي دي د پوځ او استخباراتو عملیات «د منع کړی شوو سازمانونو غړیو» ته متوجه ول. دا چې څومره نیول شوي کسان د لاهور له چاودنې سره تړاو لري، لا معلومه نه ده.
د مصرۍ الوتکې تښتونکی تسلیم شو
د مصرۍ الوتکې د برمته نیونې پیښه پای ته ورسیده. د قبرس د بهرنیو چارو وزیر دا خبر تائید کړی دی چې برمته نیونکي ځان د لارناکا په هوایي ډگر کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی. تر دې د مخه له الوتکې څخه مسافرین آزاد کړی شوي وو. دغه مسافر وړونکي الوتکه له اسکندریه څخه د پلازمېنې قاهرې پر لور روانه وه چې له ۵۵ سپرلیو سره یو ځای وتښتول شوه او د قبرس په لارناکا هوایي ډگر کې کښیناستو ته اړ ایستل شوه.
د پالميرا ښار لرغوني آثار بیرته رغول ډېر وخت غواړي
د سوریې د لرغونو آثارو ادارې د اټکلونو له مخې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له لوري په تدمر ښار کې د ویجاړ شويو لرغونو آثارو بیرته رغاول ښایي پنځه کاله وخت ونیسي. د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، د دغه ادارې د مشر ناصر اعواد له قوله ویلي دي چې اوس د کارپوهانو یوه ډله د ویجاړو شوو آثارو کچه معلوموي. د سنا د رپوټ له مخې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۸۰ سلنه آثار په ښه حالت کې قرار لري.
مقدونیا: د مهاجرو پر مخ به سرحد تړلی پاته وي
مقدونیا اعلان کړی دی چې لږ تر لږه د کال تر پای پورې خپله پوله تړل ساتل غواړي. تر دې د مخه د دغه هیواد پارلمان د بیړني حالت د مودې غځولو له پاره شین څراغ ورکړی وو چې د مقدونیا پر پولو د پوځ یوه ماموریت ته اجازه ورکوي. زیاته شوې ده چې په دې ترڅ کې تر هر څه لومړی له صربستان او یونان سره پوله مطرح ده. له فبروري میاشتې راهیسې د مقدونیا په سویل کې له یونان سره عملا پوله بنده ده.
په عراق کې ځانمرگي برید درې تنه وژلي دي
عراق په پلازمېنه بغداد کې یوه ځانمرگي برید کوونکي درې کسان ووژل. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د ښار په دننه کې د ځانمرگي برید له کبله نور۲۷ تنه ټپیان شوي هم دي. دا چې د برید تر شا د کومې ډلې لاس دی، لا معلومه نه ده. خو سني افراطي ډلې «اسلامي دولت» سږ کال په عراق کې کابو د ټولو ځانمرگي بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.