له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د ترکیې په سویل ختیځ کې ډیر شمیر کسان وژل شوي
د ترکیې په سویل ختیځ کې چې زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي په تیرو ورځو کې د ترکیې د امنیتي کړیو په حواله کابو ۳۰ تنه تندلاري او عسکر وژل شوي دي. د ترکیې پوځ ویلي دي چې یوازې د نصیبین په ښار کې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند پي کې کې، ۲۵ جنگیالي وژل شوي دي. د امنیتي کړیو په حواله دوو عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
لا هم کډوال په ایدومیني کې انتظار باسي
د یونان او مقدونیا پر پوله ایدومیني کې شا او خوا ۱۲۰۰۰ مهاجر لا انتظار باسي، څو وړاندې د اروپا پر لور سفر ته ادامه ورکړي. د یوه رپوټ له مخې په یونان کې مهاجرو له دې امکان څخه ډیره لږه گټه اخیستې چې له ایدومیني څخه په دغه هیواد کې نورو بهتره مهاجر کمپونو ته ولاړ شي.
پر پارلمان د توغندیو برید
په کابل کې د پارلمان پر ودانۍ څلور توغندي توغول شوي دي. د کورنیوچارو وزارت ویلي دي یوازې یو توغندی پر ودانۍ لگیدلی او کومه مرگ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې. تندلارو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه توغندي په داسې یوه وخت کې توغول شوي دي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر تاج محمد جاهد او لوی درستیځ قدم شاه شهیم ودانۍ ته رسیدلي وو. د رپوټونو له مخې پارلمان خپلې غونډې ته ادامه ورکړه.
اسرائیل له خپلو اتباعو غوښتي چې ترکیه پریږدي
اسرائیل له خپلو اتباعو غوښتي دي چې په ترکیه کې د یرغلونو خطر ته په کتو سره دغه هیواد پریږدي. د اسرائیل حکومت خبر ورکړی دی چې د سفر اوسنی خبرداری به لا پسې سخت کړل شي. په استانبول کې د مارچ میاشتې په ۱۹ نېټه په وروستي ځانمرگي برید کې درې اسرائیلیان هم ووژل شول. د اسرائیل حکومت ویلي دي چې سړی باید د دې اټکل وکړي چې افراطي ډله «اسلامي دولت» په ټوله ترکیه کې سیاحتي ځایونه گواښي.
د بروکسل د قربانیانیو شمیر ۳۵ تنو ته لوړ شوی
په بروکسل کې د ترهگریزو بریدونو وروسته د درو نورو کسانو د توقیف امر صادر شوې، چې لا تر مخه د پلټنو په ترڅ کې نیول شوي دي. د بروکسل څارنوال ویلي دي پر دغو کسانو د یوه ترهگر سازمان سره د تړاو تور دی. بلجیمي چارواکو د دغو کسانو نومونه یوازي د یاسین، محمد او ابوبکر په توگه یادي کړي دي او په دې هکله یې نور هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړي. همداشان پولیسو د یوه بل عامل د نیولو له پاره یوه ویدیو خپره کړې ده.
د لیبیا ساحلي څارونکو ۶۰۰ مهاجر نیولي دي
د لیبیا ساحلي څارونکو صبراته، ته څیرمه درې کښتۍ درولي دي. دغه ځای له پلازمېنې طرابلس څخه ۷۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د سمندري ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې ۶۰۰ تنه چې پکښې ۸۰ ښځې شاملې دي افریقایان دي. دغه ویاند په عین وخت کې د فرانسې د دفاع وزیر څرگندونې د یوې «مبالغې» په توگه رد کړي دي چې ویلي یې وو چې په لېبیا کې شا او خوا ۸۰۰ زره انسانان اروپا ته د تگ په هیله دي.