له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په پاکستان کې پرله پسې اورښتونو۴۰ انسانان وژلي
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د څو ورځو راهیسې پرله پسې بارانو له کبله د ۴۰ زیات انسانان وژل شوي دي. د پاکستان د طبعي ناورینونو سره د مبارزې ملي ادارې نن، دوشنبه وویل چې د پنجشنبې راهیسې لږ تر لږه ۴۲ انسانان وژل شوي دي. د معلوماتو پر اساس کابو ۷۰ تنه ټپیان شوي هم دي. تر ټولو زیات د پاکستان بلوچستان، پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونه او قبایلي سیمې اغیزمنې شوي.
د انقرې د ځانمرګي برید یوه عامله پیژندل شوې
د ترکیې په پلازمینه انقره کې د خونړي برید یوه عامله پیژندل شوې. د ترکیې د امنیتي کړیو له خوا ویل شوي چې دغه ځانمرګې برید کونکې د ترکیې د لویدیځ د کردانو د منع شوي کارګر ګوند یوه غړې ده. په انقره کې د یکشنبې پر ماښام د سروس موټرو په یوه تمځای کې موټر بمب چاودنه شوې وه چې د حکومت له خوا د ورکړل شویو تازه معلوماتو پر اساس پکښې ۳۷ انسانان وژل شوي. سربیره پر دې د ۱۲۰ زیات نور انسانان ټپيان شوي هم دي.
د سوریې د سولې د خبرو اترو نوی پړاو پيلیږي
په ژنیو کې د سوریې په اړه د سولې د نویو خبرو اترو د پيلیدو د مخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د بشارالاسد د رژیم او اپوزیسیون څخه د جدي مذاکراتو د ترسره کولو غوښتنه کړې. شتاین مایر وویل چې په سوریه کې د دوه اوونیو د اوربند سره سره وضعیت ډیر حساس دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ښکیلو خواو د اوربند د مراعتولو غږ کړې.
په عاج ساحل کې تروریستي برید ۱۶ کسان وژلي
د لویدیځې افریقا په عاج ساحل کې ترهګرو لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژلي دي. د ولسمشر اسالانه ووتاره په حواله شپږ برید ګر هم د پولیسو له خوا وژل شوي دي. د دغه هیواد د امنیتي چارواکو له خوا ویل شوي چې په درنو وسلو سنبالو دغه مخ پټو برید کونکو د ګڼې ګوڼې پر یوه ساحل لومړی پر خلکو ډزې وکړې او بیا یې پر دریو نژدې پرتو هوټلونو یرغل وکړ. په دې ترڅ کې یو فرانسوی او یو آلمانی وګړی هم وژل شوی دی.
د اردن سیند په لویدیڅه غاړه کې د درو فلسطنیانو وژل
اسرائیلي پولیسو د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې درې فلسطنیان په ډزو وژلي. د اسرائیلو د پوځ له خوا ویل شوي چې دوه سړو د هغه مخکې چې ووژل شي، په ملکیانو او عسکرو د لاسي وسلو ډزې پیل کړې وې. دغه پیښه د یهودي مینې «کریات اربع» د سروس موترو په یوه تمځای کې رامنځته شوې. په دې ترڅ کې یو عسکر هم ټپي شوی دی. یو بل فلسطینی هغه وخت د عسکرو له خوا ووژل شو چې خپل موټر یې د یوه پوځي موټر سره ټکر کړ.
د جرمني ښی اړخه افراطي گوند په ټاکنو کي رايي گټلي
د آلمان د دریو ایالتونو په ایالتي ټاکنو کې ښي اړخه ولس لمسونکي ګوند «د آلمان له پاره بدیل» یا «ای ایف ډي» په درې سره ایالتونو کې زیاتې رای خپلې کړي دي. په ساکسن انهلت کې دغه ګوند د کابو ۲۴ سلنه رایو سره د آلمان د مسیحي ډیموکرات ګوند وروسته چې ۳۰ سلنه رای یې اخیستي دي، دوهم قوي ځواک ګرځیدلی. په بادن ووتمبیرګ ایالت کې زرغون ګوند د ۳۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو قوي ګوند وګرځید.