له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«په سوریه کې ۲۵۰ زره ماشومان د لوږې له امله کړیږي»
د سوریې په کلابندو ښارونو کې تقریباً ۲۵۰ زره ماشومان له لوږي سره مخامخ دي. دا رپوټ د ملگرو ملتونو «سیف دي چلډرن» ادارې ورکړی دی. ادازې ویلي دي چې سربیره پر دې درملو او د څښاک پاکو اوبو ته هم د اغیزمنو لاس رسۍ ډير ستونزمن دی. ویل شوې چې تر اوسه ډیر شمیر ماشومان له لوږې مړه شوي او نور د ورځې یو ځل وچې پاڼې او یا هم د څارویو خوراک خوري. همدا راز ډاکتران د شمع په رڼا کې عملیاتونه ترسره کولو ته اړ دي.
ایران د اوږده واټن دوه بالیستک توغندي آزمویلي
د پوځي آزموینو په چوکاټ کې د ایران پوځ دوه نور بالستیک یا قاره یي توغندي توغولي دي. د دغه هیواد دولتي رسنیو د سپاه پاسدران د مرستیال قوماندان جنرال حسین سلامي له قوله خبر ورکړی چې دا د اوږده واټن توغندي ول چې په کابو ۱۴۰۰ کیلومتره فاصله کې هدفونو ته رسیدلي او ویجاړ کړې يې دي. په تیرو ورځو کې د ایران پوځ د رسمي معلوماتو له مخې د لنډ، منځني او اږوده واټن توغندي آزمویلې ول.
ترکیه له اروپا څخه راستانه شوي مهاجر کمپونو ته لیږي
ترکیه په پام کې لري چې له یونان څخه بیرته راستانه شوي مهاجر په کمپونو کې ځای پر ځای کړي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د چهار شنبې په ورځ د «صباح» ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت وویل: «موږ به سوریايي وګړي کمپونو کې وساتو خو په آژه سمندرګي کې نیول شوي د نورو هیوادونو وګړي به بیرته اصلي هیوادونو ته واستول شي.»
سعودي عربستان او د یمن یاغیانو بندیان تبادله کړي
په یمن کې د سعودي په مشرتوب پوځي ائتلاف او یاغیانو بندیان سره تبادله کړي دي. د «ایس پي ای» خبري آژانس د دغه ائتلاف په حواله خبر ورکړې چې نن د یمن پولې ته څیرمه یو سعودي عسکر د ۷ نیول شویو یمنیانو په مقابل کې آزاد شوی دی. سربیره پر دې د سرحد په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند هم اعلان شوی دی چې له امله به ېې د یمن په سرحدي کلیو کې بشري مرستو ته لار هواره شي.
په تل ابیب کې یو امریکايي سیاح د چړې په ګوزار وژل شوی
په تل ابیب ښار کې یو امریکايي سیلانی د چړې په ګوزار سره وژل شوی او نور لس تنه مخکې له دې چې پولیس برید کونکی په ډزو ووژني، ټپيان شوي دي. دغه پیښه لږ څه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له ولسمشر سره د خبرو اترو په موخه دغه هیواد ته ورسید. سربیره پر دې فلسطنیانو پر اسرائیلي پولیسو هم ډیر بریدونه کړي دي. په دې ترڅ کې دوه پولیس سخت ټپيان شوي او درې فلسطنیان وژل شوي.
د آلمان د دفاع وزیرې له خپل امریکايي سیال کارتر سره لیدلي
د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دير لاین او د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر په واشنګټن کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې په اړه سلا مشورې وکړې. آلمان په دې موخه ډیر شمیر الوتکې او یوه الوتکې لیږدونکې کښتۍ هم چمتو کړې ده. د پنتاګون د معلوماتو پر اساس په دغه ملاقات کې په افغانستان کې د پوځي ماموریت او د ۲۰۱۷م کال او تر هغې وروسته هم د ناټو د احتمالي حضور پر موضوع خبرې شوې دي.