له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د سوریې کلابندو سیمو ته بشري مرستې په رسیدو دي
په سوریه کې د یوه اوربند د ټینگیدو په شپږمه ورځ ځینې کلابندو سیمو ته بشري مرستې په رسیدو دي. د یوه تړون سربیره حلب او د ترکیې پولې ته څیرمه د جگړې او بمبارۍ رپوټونه ورکړل شوي دي. پر دې سربیره په پام کې ده چې نن د جمعې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې، بریتانیې او آلمان له مشرانو سره د سوریې د وضعیت په هکله تلیفوني خبري وکړي.
په برازیل کې پولیسو د پخواني ولسمشر کور پلټلی دی
د پیسو د سپینولو او د فساد په اړه د څیړنو سره د تړاو په ترڅ کې پولیسو د برازیل د پخواني ولسمشر لویس ایناسیو لولا دا سیلوا، کور پلټلې دی. د میلیاردونو په ارزښت دغه افتضاح د برازیل د تیلو لوی شرکت پيترو براس، ته د قراردادونو د ورکړې پورې اړه نیسي. ویل شوي دي چې شا او خوا ۲۰۰ پولیسو په تالاشیو کې ونډه اخیستې وه. لولا له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۰م کاله د برازیل ولسمشر وو.
«ښایي په راتلونکو څو ورځو کې له طالبانو سره خبرې پیل شي»
له طالبانو سره ښایي د سولې خبرې اترې په راتلونکو ورځو کې پېل شي. دغه خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني، د آلمان خبري آژانس ته کړې ده. نوموړي خبري آژانس د پاکستان د امنیتي کړیو او بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله لیکلي چې ښایي دغه خبرې اترې د شنبې، یکشنبې او یا د دوشنبې په ورځ اسلام آباد یا مري کې پیل شي. خو د طالبانو له لوري په دغو خبرو اترو کې گډون لا نه دی تائید شوی.
د آژه په سمندرگي کې په سوونو مهاجر ژغورل شوي
د یونان ساحلي څارونکو او د اروپا د اتحادیې د پولې ساتنې ادارې فرونټکس د گزمې کښتیو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۰۸۰ مهاجر د آژه په سمندرگي کې ژغورلي دي. نن د جمعې په ورځ د یونان ساحلي څارونکو ویلي دي چې دغه کسان له ترکیې څخه راغلي او د آژه سمندرگي د ختیځ ټاپوگانو او ترکي ساحل تر منځ ژغورل شوي دي. زیاته شوې ده چې نور په سلگونو کډوال په وړو کښتیو کې یونان ته رسیدلي دي.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا گواښ ته غبرگون ښوولی
د کمونست شمالي کوریا له له لوري د اتومي وسلو گواښ ته جنوبي کوریا د پریکړن غبرگون ښوولو اعلان کړی دی. د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک گوین های، پوځ ته په خپله یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي، کله چې شمالي کوریا لمسونه کوي نو سړی باید «په یوې سختې جزا» سره ځواب ورکړي، هغه یو ځواب چې تاوان به یې هرمرو شمالي کوریا ورکوي.