له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«د سوریې په کلابندو شوو سیمو کې په زرونو انسانان وږي دي»
د ملگرو ملتونو په وینا د سوریې کلابند شوو ښارونو کې ډله ایزې مړیني رامنځ ته کیدای شي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ځانگړي استازي زید رعد حسین په ژنیف کې ویلي دي چې هغه سیمې چې پکښې کابو یو میلیون انسانان بند پاتې دي په زرونو انسانان پکښې د لوږې له خطر سره مخامخ دي. هغه په انتقادي شکل ویلي دي چې د جنگي وسیلي په توگه په قصدي ډول د انسانانو وږي ساتل منع دي.
ایدومیني: مهاجرو د اورگاډي پر پټلۍ هجوم وروړی
په سلگونو لالهاندو کډوالو د اورگاډي پر هغې پټلۍ باندې هجوم وروړی چې یونان له مقدونیا سره نښلوي. لکه څرنگه چې په یوناني تلویزون کې په ښوول شوو انځورونو کې لیدل کیده ډیر شمیر کسانو هڅه کوله چې د مقدونیا له لوري رامنځ ته شوې اغزنې کټارې یوه برخه له منځه یوسي. د مقدونیا پولیسو د خلکو د مخنیوي له پاره له اوښکي بهونکي گاز څخه کار اخیستی.
میرکل د کډوالو په سیاست کې پر خپل دریځ ولاړه ده
په اروپا کې د کم ملاتړ او په آلمان کې د مخ پر زیاتیدونکي انتقاد سربیرخ هم د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل د کډوالو په سیاست کې خپل دریځ ته ژمنه پاتې ده. د یوه آلماني تلویزوني چېنل په پروگرام کې مېرکل ویلي دي چې هغه پر دې پوره ډاډه ده چې وړاندیز کړې لاره یې سمه ده. هغې په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې خپل ټول توان به پر کار واچوي، څو د بهرنیو پولو د خوندي ساتلو له پاره یوه اروپایي حل لاره ومومي.
د غیر قانوني انټرنیټي فعالیتونو پر ضد نړیوال گوزار
آلماني چارواکو د شپږو اروپایي هیوادونو له تحقیق کوونکو سره په گډه یو جنایي انټرنیټي پلیټ فارم، له منځه وړی دی. دغه عمل په اصطلاح د «ډارک نېټ» د چلونکو پر وړاندې تر سره شوی دی چې پر نورو سربیره یې د وسلو، مخدره توکو، جعلي تذکرو او همداشان د غیر قانوني خدماتو لکه د کمپوټرونو هېک کولو چارې تر سره کولې. په آلمان، لیتوانیا، روسیې، هالنډ، فرانسه، سویس او بوسنیا کې ۶۹ کورونه او شرکتونه پلټل شوي دي.
په سومالیې کې چاودنو تر دیرشو زیات کسان وژلي
د سومالیې په سویل لویدیځ ښار بیدوة، کې د دوو چادونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي. چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې زیاتره وژل شوي کسان ملکیان دي. د تیرې ورځې په دغه برید کې نور ۶۱ کسان ټپیان شوي هم دي، چې د ۱۵ روغتیايي حالت کړکیچن دی. د دغه برید مسوولیت د الشباب تندلارې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
توماس دیمیزیر مراکش ته په سفر تللی
آلمان او مراکش پر یوه کړنلاره توافق کړی دی چې له مخې یې مراکشې مهاجر بیرته ژر خپل ټاټوبې ته استول کیدای شي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر له خپل مراکشي سیال محد حصاد سره په رباط کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې دلته د هغو مراکشیانو موضوع مطرح ده چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلي دي او خپل ځانونه یې سوریایان ښوولي دي. د هغه په خبره هغوی باید د گوتو د نخښو په واسطه تشخیص شي.