له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د آلمان ولسمشر نایجیریا ته سفر وکړ
د آلمان ولسمشر یوآخم ګاوک نن، دوشنبه د یوه سوداګریز هيئت سره نایجیریا ته سفر وکړ. په هغه هیواد کې د بوکو حرام د ترهګرې ډلې او همدا راز د نورو ترهګرو سازمانونو له خوا خطر او د دغه سازمانونو پر ضد مبارزه به د نوموړي د خبرو اترو مهمه اجندا وي. انتقاد کونکي وايي چې تر اوسه د دغه افراطي اسلامپالو پر ضد ترسره شوي عملیات چې په نایجیریا او ګاونډي هیوادونو کې بریدونه ترسره کوي، بریالي نه دي.
میرکل په انقره کي
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د مهاجرو د بحران په اړه د خبرو اترو په موخه ترکیې ته رسیدلې. میرکل به لومړی له صدراعظم احمد داود اوغلو سره وګوري او بیا به ولسمشر رجب طیب اردوغان له نوموړې هرکلې وکړي. په دغه لیدنو کتنو کې به پر دې خبرې اترې وشي چې ترکیه لویدیځې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د شمیر د محدودولو په موخه څه کولای شي او د دې له پاره کومو مرستو ته اړتیا لري.
د ترکیې د سرحد پر لور پرمختګ
د سوریې پوځ د حلب د شمال په جګړه ځپلې سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړې او نن، دوشنبه یې د ترکیې سرحد پر لور پرمختګ کړی. د یاغي ډلو، عیني شاهدانو او د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک او د هغو ملیشو له خوا حمایه کیږي چې د ایران له خوا مرسته ترلاسه کوي. زیاته شوې چې حکومتي ځواکونو د کافین سیمه نیولی او د یاغیانو د پاخه سنګر تل رفعت پنځه کیلومترې ته رسیدلي دي.
د هایټي ولسمشر له دندې ګوښه شو
د هایټي ولسمشر میشل مارتیلي خپله چوکۍ د یوه ځای ناستي تر ټاکل کیدو د مخه پریښي ده. د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهمه دوره چې باید نوی رئيس جمهور پکښې ټاکل شوی وی، تر یوې نامعلومې مودې ځنډول شوې وه. د اکتوبر میاشتې پر ۲۵ نيټه د ټاکنو په لومړي پړاو کې جوینل موسې د ۳۲،۷ سلنه رایو په اخیستو سره مخکښ وو. د اپوزیسیون کاندید یوده سیلسټن چې ۲۵،۳ سلنه رای یې اخیستې وې، پر موسې يې په ټاکنو کې د درغلې تور لګولی.
د تایوان د زلزلې د قربانیانو شمیر ۳۷ ته لوړ شوی
په تایوان کې تر سختې زلزلې دوه ورځې وروسته د مړو شمیر ۳۷ ته لوړ شوی. همدا راز د ځای رسنیو په حواله له ورانیو څخه ځيني ژوندي پاتې شوي هم ژغورل شوي. زیاته شوې چې یو تن د ۵۵ ساعتو وروسته ژوندی ژغورل شوی. خو تر اوسه هم د ۱۰۰ زیات انسانان لادرکه دي چې اټکل کیږي د ستر ښار تاینن د یوه ۱۶ پوړیزې ودانۍ تر ملبې لاندې به وي.
اسپانیا: د داعش ۷ شکمن غړي نیول شوي
په اسپانیا کې اوه تنه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» او القاعدې شبکې سره د اړیکو په شک نیول شوي دي. د پولیسو په حواله دغه کسان په والنسیا او الیکانته او همدا راز په چیوتا کې نیول شوي. زیاته شوې چې د نیول شویو څخه یې پنځه سوریايي، اردني او مراکشي الاصله اسپانویان او نور دوه یو سوریایي او بل مراکشي دی.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا پر کښتۍ خبرداري ډزې کړي
د جنوبي کوریا ځواکونو د شمالي کوریا پر پوځي کښتۍ د خبرداري ډزې کړي. د جنوبي کوریا د خپلو معلوماتو پر اساس دغه پیښه په زیړ سمندرګي کې د جنوبي کوریا په اوبو کې د سوچیونګ ټاپو ته نژدې په لانجمنه سمندري پوله رامنځته شوې ده.. د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ وضعیت د هغه وروسته ترنګلې دی چې شمالي کوریا لومړی په جنوري میاشت کې اتومي او بیا همدا د اوونۍ په پای کې د توغندي نوی آزموینه وکړه.
ایران د سوریې په خبرو اترو کې ګډون کوي
ایران د فرورۍ پر ۱۱ نيټه د آلمان په میونشن ښار کې د سوریې په خبرو اترو کې د ګډون خبر تائيد کړ. د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به په دغه غونډه کې ګډون وکړي. دا خبرې اترې چې د مونشن د امنیتي کنفرانس څنډه کې ترسره کیږي، د ویانا د غونډې په څير به پکښې د امریکا، روسیې، سعودي عربستان او نورو هیوادونو استازي ګډون کوي.
په آژه درياب کې ۳۵ مهاجر ډوب شوي دي
نن، دوشنبه یو وار بیا په آژې سمندرګي کې د مهاجرو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې ۳۵ انسانان وژل شوي دي. دغه کښتۍ د یونان لیسبوس ټاپو ته پر لار وې. زیاته شوې چې یوه کښتۍ د ترکیې ادریمیت ساحل ته نزدې ډوبه شوې چې له امله یې ۲۴ انسانان وژل شوي. په دې پیښه کې ۴ تنه ژوندي ژغورل شوي دي. د ازمیر سره نزدې د بلې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ۱۱ انسانان وژل شوي. ساحلي پولیسو وکړای شول ۳ تنه ژوندي راوباسي.