له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
بلوچستان کې چاودنې پنځه سرحدي ملیشې وژلي دي
د پاکستاني چارواکو په وینا نن د دوشنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې پنځه سرتیري هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر ته څیرمه یوه چاودنه شوه. د نیمه سرحدي ملیشو ویاند خان واسي، ویلي دي چې دغه د ریموټ په واسطه شوې چاودنه له کوټې څخه پنځوس کیلومتره وړاندې په یوه ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې سرحدي ملیشې په سیمه کې پر گزمه بوختې وې. زیاته شوې ده چې په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي.
اتریش د پولو د کنترول د سختولو اعلان کړی
د مهاجرو نه دریدونکي بهیر پر وړاندې د غبرگون په توگه اتریش په روانه اوونۍ کې د پولې د کنترول سختولو اعلان کړی دی.د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر زبستیان کورڅ، ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ به د اتریش د حکومت او د آلمان د ایالتي لومړیو وزیرانو تر منځ یوه غونډه تر سره شي. هغه داسې اټکل کوي چې اساسي پریکړې به وشي. هغه ویلي که چیرې کوم اروپایي حل لاره و نه موندل شي نو اتریش به اړ شي چې خپله پریکړي وکړي.
په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان شوه
په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان شوه. د رسنیو د رپوټونو له مخې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر یوسف نوررستاني دغه نېټه د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې ۱۵ چې د ۱۳۹۵هجري لمریز کال د تلې یا میزان له څلورمې سره سمون لري، ښوولې ده. زیاته شوې ده چې له هغې سره جوخت د ولایتي شوراگانو ټاکنې هم تر سره کیږي.
ترکیه: د توغندي برید «اسلامي دولت» ډلې کړی
ترکیې افراطي ډله «اسلامي دولت» د هیواد په سویل ختیځ ښار کیلیس کې پر ښوونځي باندې د برید له پاره مسووله گڼلې ده. د پوځي کړیو له لوري ویل شوي دي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې له لوري توغندي توغول شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه څه د رادار په انځورونو کې معلومیږي. د ترکیې د معلوماتو له مخې په دغه برید کې د ښوونځي یو کارکوونکی وژل شوی او نورې درې تنه زده کونکې ټپي شوي دي.
عراقي امنیتي ځواکونه د درو تښتول شوو امریکایانو لټون کوي
عراقي امنیتي ځواکونو په بغداد کې د لادرکه شوو امریکايي وگړو لټون پېل کړی دی. عیني شاهدانو خبر ورکړی دی چې پولیسو د الدورة، په مېنه کې ډیرې ناحیې کلابندې کړي او د تالاشۍ نوي مرکزونه یې جوړ کړي. ویل شوي دي چې په دغو عملیاتو کې څرخي الوتکې هم برخه لري. د امریکایي تلویزوني چېنل سي ان ان، د رپوټ له مخې دغه درې امریکایان په بغداد کې ورک شوي ول.
تهران د امریکا له لوري نوي بندیزونو په غوسه کړی
ایران د امریکا متحدو ایالاتو له لوري د دغه اسلامي جمهوریت پر وړاندې نوي بندیزونه ناحقه بللي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د توغندي پروگرام له کبله وضع شوي بندیزونه کوم حقوقي او اخلاقي اساس نه لري. متحدو ایالاتو د یکشنبې په ورځ د اشخاصو او شرکتونو پر وړاندې بندیزونه وضع کړل، چې شک پرې کیږي چې له ایران سره یې د بالستیک یا قاره یي توغندیو په جوړولو کې مرسته کړې ده.