له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په فرانسه کې د یوه ترهګر برید مخه نیول شوې
په فرانسه کې یو تروریستي برید شنډ شوې. د کورنیو چارو وزیر بیرنارد کازنیو وویل چې د پاریس په سویل کې د اورلیون په سیمه کې د پوځ او پولیسو پر تأسیساتو بریدونه پلان شوي ول. نوموړي وویل چې دوه فرانسویان چې د یوه عمر ۲۰ کاله او د بل ۲۴ کاله دی، په دې تړاو نیول شوي دي. دغه کسان د هغه یوه فرانسوي سره تماس لاره چې اټکل کیږي دمګړۍ په سوریه کې وي. کازنیو دغه نیونه د دقیق کار نتیجه وبلله.
په آژه درياب کې ۱۳ مهاجر ډوب شوي
نن، چهار شنبه سهار لږ تر لږه ۱۳ تنه مهاجر یونان ته د سفر پر وخت ډوب شوي دي. د ساحلي پولیسو په حواله له ډوب شویو څخه ۷ ماشوم ول. زیاته شوې چې د فارمکونیسي د کوچني ټاپو سره نژدې ۱۵ انسانان ژوندي ژغورل شوي. یو مهاجر اوس هم لا درکه دی چې کب نیوکي او ساحلي پولیس ئې په لټه کې دي.
امریکا پر روسيې بندیزونه سخت کړي دي
د امریکا متحده ایالاتو د اوکراین د کړکیچ په ترڅ کې د روسېې پر ضد بندیزونه لا پسې سخت کړي دي. په واشنګټن کې د مالېې وزارت له خوا ویل شوي دغه جزاوې د ۳۴ اشخاصو او تأسیساتو پر ضد دي چې درې روسي بانکونه هم پکښې شامل دي. دې بندیزونو د اوکراین د پخواني حکومت غړي او بیلتون غوښتونکي هم اغیزمن کړي. د روسیې حکومت د امریکا دغه ګام د دواړو هیوادونو د اړیکو له پاره زیانمن وباله.
په یمن کې عربستان پر پوځي عملیاتو نیوکې
ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو له امله په یمن کې د سعودي عربستان پر ماموریت نیوکې کړي. د بشري حقونو کمیسار زید رعد الحسین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل چې د استوګنې پر سیمو شدید بمبار د اندیښنې وړ دی. ده زیاته کړه چې روغتونونه او ښوونځي هم ویجاړ کړل شوي دي. الحسین وویل چې د دې مسؤلیت ټولې ښکیلې خواوې لري خو د زیاتره ملکي تلفاتو علت د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف بریدونه دي.
په یمن کې برید د القاعدې ۴ شمکمن غړي وژلي
په یمن کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د ترهګرې شبکې څلور شکمن جنګیالي وژل شوي دي. د یمن د امنیتي ځواکونو یوه استازي وویل چې د دغه کسانو موټر د سه شنبې پر ماښام د بیضاء او شبوه ولایتونو پر سرحد په نخښه شو. د عربی نیمه ټاپو د القاعدې ترهګره ډله په یمن کې د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ جګړې څخه په ګټه پورته کولو سره په عدن او د هیواد په سویل کې د خپل واک د ساحې د پراخولو هڅه کوي.
چینايي شرکت د ميلیارډو ډالرو په ارزښت الوتکې رانیسي
د « سدرن چاینا» په نامه چینايي هوايي شرکت د «ایربس» شرکت څخه د تقریباً ۲،۳ ملیون ډالرو په ارزښت الوتکې رانیسي. د دغه چینايي شرکت له خوا ویل شوي چې دوی د «ایربس» سره د A330-300 ډوله لسو الوتکو په اړه چې د هرې بیه به ۲۲۸ ملیونه ډالر وي، توافق کړې. دغه الوتکې به ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال ترمنځ دغه چینایي شرکت ته وسپارلې شي.
د «فرونتکس» اداره به لا پسې پراخه کړل شي
د سرحدونو د ساتنې د ادارې «فرونتکس» مشر فابریس لیګیري غواړي دغه اداره لا پسې پراخه کړل شي. نوموړي د آلمان د «ویلت» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې تر ټولو مهمه داده چې دغه اداره په راتلونکي کې عملاً په خپلواکه توګه کار وکولای شي. ده زیاته کړه: «موږ د اضافي بودجې په مرسته کولای شو هغه سسټمونه ورغوو چې د پولو د ښې اداره کولو له پاره ورته اړتیا لرو.»