له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اوباما په نیویارک کي د مهاجرو یوه سرمشریزه پلان کړې ده
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماد راتلونکي کال په سپټمبر کي په ملگرو ملتونو کي د مهاجرو یوه سرمشریزه پلان کړې ده. دغه خبر په ملگرو ملتو کي د امریکا سفیري سامانتا پوور ورکړی دی. پوور د ملگرو ملتو د امنیت شورأ په مخکي ومنله ، چي نړیواله ټولنه تر اوسه پوري پردې باندي قادره نه وه ، چي د کډوالو د بحران په مقابل کي سم عکس العمل وښيي.
داعش په ۲۰۱۵ م کال کی د خپلي واکمنی ډیره ساحه له لاسه ورکړې ده
اسلامی دولت ډلي د یوې څيړني پر اساس په ۲۰۱۵ م کال کی په سوریه او عراق کي خپله تقریبأ ۱۴ فیصده د واکمنی ساحه له لاسه ورکړې ده. د امریکايي انستیوت IHS په یوه رپوټ کي راغلي دي ، چي هغوی د نورو تر څنگ د سوريې- ترکیې په سرحد کي سترتیژیکي مهم ښار ټال ابجد، د عراق د تکریت او په بایجي کی د تیلو تأسیسات له لاسه ورکړي دی. هغوی د رقعه او موصول ښارو تر منځ مهمي لاري د یوې برخي کنټرول هم له لاسه ورکړی دی.
په درسدن کي د پیگیدا د مظاهرې پرضد احتجاجونه سوي دي
په زرونو کسانو په درسدن کي د پردیانو ضد اتحاد پیگیدا پرضد سوله ایزه مظاهره کړې ده. دامنیتي چارواکو یوه ویاند ویلي دي ، چي ددغو مظاهرو پر وخت هیڅ کومه واقعه نه ده رامنځته سوې. پولیسو د مظاهرې له پاره پوره امادگي نیولې وه او ډیر پرسونل یې ورلیږلی ؤ، تر څو د تشدد د رامنځته کیدو مخنیوی وکړی ، مثلأ د چپي تندلارو مظاهره کونکو لخوا.
سویډن له ډنمارک څخه د ریلونو تگ راتگ بندوي
د سویډن د ریل گاډو شرکت SJ اعلان کړی دی ، چي د ډنمارک سره د ریلونو تگ راتگ بندوي. شرکت خبر ورکړی دی ، چي د حکومت د غوښتني مطابق ددې امکانات نلري ،چي له ډنمارک څخه ټوله مسافر کنټرول کړي. ددغه بندیز سره به پنځه ارتباطي لینونه مخامخ سي. سويډن ته د ډیرو مهاجرينو د ورتگ له کبله حکومت فیصله کړې ده ، چي بایدد نوي عیسوي کال د جنوری له څلورمي څخه د ډنمارک او جرمني څخه ټوله ریلونه، بسونه او کښتی کنټرول سي.
د بورکینو فاسو د پخواني جمهوررييس پرضد د بندیگرت امر صادر سوی دی
د لویدیځي افریقا د جمهوریت بورکینو فاسوعدلي مقاماتو د ۲۰۱۴ م کال په اکتوبر میاشت کي لیري سوي جمهوررييس بلېس کمپاورې پرضد دنړیوال تعقیب یوامر صادر کړی دی. لکه څنگه چي فرانس پرس خبري آژانس د اواگادوگو د نظامي عدلي مقاماتو په حواله ویلي دي، پر دغه د اوږدې مودې واکمن باندي تور لگیدلی دی ،چي په ۱۹۸۷ م کال کي دپخواني جمهوررييس توماس سانکارا د وژلو او هغه وخت کودتأ کي یې لاس درلود.