له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
روسیې او امریکا د سوریې د کنفرانس په هکله شین څراغ ورکړی
امریکا متحده ایالات او روسیه د سوریې د کړکیچ په هکله د هغې یوې غونډې په هکله هیله من دي چې د جمعې په ورځ په نیویارک تر سره کیږي. په مسکو کې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له خپل روسي سیال سیرگي لاوروف او همداشان د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دغې موضوع په هکله یو څه نزدي شوی دی. خو د اسد د راتلونکي نقش په هکله اختلاف پر خپل ځای پاتې دی.
د آلمان پوځ الوتکې د سوریې په ماموریت کې برخه واخیسته
د آلمان پوځ د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د هوایي بمباریو د ملاتړ په ترڅ کې خپل ماموریت پیل کړی دی. د دغه ماموریت د قوماندې ویاند ویلي دي چې تیره شپه یوې آلمانۍ الوتکې د ائتلافي ځواکونو جېټ الوتکو ته دوه وارې تیل ورکړي دي چې د اسلامي دولت پر ضد په هوایي بمباریو کې ونډه لري. زیاته شوې ده چې د آلمان د پوځ A 310 ډوله ایربوس الوتکه پنځه ساعته په هوا کې وه.
د آلمان صدراعظمه پارلمان ته وینا کوي
د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل نن پارلمان یا بوندستاگ ته د اروپایي اتحادیې د سرمشریزي په هکله د حکومت دریځ وړاندې کوي. په دغه څه کې تر ټولو زیات د کډوالو موضوع مطرح ده. د اروپا د اتحادیې د حکومتونو او دولتونو مشران غواړي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په دغه سرمشریزه کې تر اوسه د شوو پریکړو ارزونه وکړي.
اروپایي اتحادیه انټرنیټ کې د اطلاعاتو د خوندي ساتلو په هکله توافق ته رسیدلې
په اروپا کې د انټرنیټ کارونکي به ډير ژر پر خپلو شخصي اطلاعاتو ډير کنترول تر لاسه کړي. تر څلورو کلونو خبرو اترو وروسته د اروپا د اتحادیې هیوادونو، د اروپا پارلمان او د اروپا د کمېسیون استازو د اطلاعاتو د خوندي ساتلو د اصلاحاتو پریکړه کړې ده. د دغو پلانونو له مخې د گوگل او فیسبوک په څیر شرکتونه باید د کارونکو له معلوماتو څخه د استفادې له پاره د هغوی موافقه تر لاسه کړي.
په پاکستان کې پر ښوونځي د شوي برید یادون وشو
په پاکستان کې تیر کال په پیښور کې پر یوه ښوونځي کې د ډله ییزې وژنې یادون وشو. دغه برید ډیرو خلکو ته ټکان ورکړ او د دې سبب وگرځید چې د پاکستان پوځ د تندلارو د ځپلو پر اقداماتو لاس پوري کړي. د پاکستان صدراعظم نواز شریف تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په هغو مراسمو کې گډون وکړ چې په دغه ښوونځي کې جوړ شوي وو.