له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
پاکستان توغندی ازمویلی دی
د پاکستان د پوځ د وینا له مخې هیواد یې د جمعې په ورځ د اتومي سرگولې انتقالوونکي بالستیک یا قاره يي توغندي ازموینه تر سره کړې ده. د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې دوی د شاهین درې، په نوم توغندی ازمویلی دی چې د اتومي او غیر اتومي وسلو د سرگولو د انتقالوو وړتیا لري چې د ځمکې پر سر تر ۲۷۵۰ کیلومتره پورې واټن ویشتلی شي.
ترکیه وایي چې عسکر به یې په عراق کې پاتې وي
د بغداد له غوسې سره سره، ترکیې د عراق په شمال کې د خپلو سرتیرو پر پاتې کیدو باندې ټینگار کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ماښام په انقره کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د سرتیرو د راایستل د «پوښتنې وړ» نه دي. اردوغان د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې هغوی به یواځې کردي «پیشمرگه» ملیشو ته «روزنه» ورکړي.
«د (اسلامي دولت) د مالي چارو مسوول وژل شوی»
د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د هوایي بریدونو په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالاتو د معلوماتو له مخې د نوموړې ډلې د مالي چارو مشر وژل شوی دی. لوا مشر سټیو وارن ویلي دي چې ابو صالح په نومبر میاشت کې د نوموړې افراطي ډلې د دوو نورو جگپوړو غړو سره وژل شوی دی. د هغه په خبره په دې سره نوموړې افراطي ډله کمزورې شوې ده. خو له دې سره سره د نوموړې ډلې د پیسو سرچینی لا وچې شوي نه دي.
په پاریس کې د اقلیم کنفرانس تر شنبې ورځې وغځید
په فرانسه کې د ملگرو ملتونو د اقلیم کنفرانس تر شنبې ورځې پورې غځول شوی دی. لکه څرنگه چې کوربه هیواد د جمعې په ورځ سهار خبر ورکړی دی د نوي پلان له مخې د اقلیم تړون چې په نړیواله کچه یې هلې ځلې کیږي د شنبې په ورځ تصویبیږي. د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس د دغه تړون نوې مسودې وړاندې کړې وه.
«روسي ځواکونه دې په سوریه کې احتمالي خطر ته عاجل غبرگون وښيي»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریه کې روسي ځواکونو ته امر کړی دی چې په عاجل ډول احتمالي گواښونو ته غبرگون وښيي. پوتین ویلي دي چې ټول هغه اهداف چې روسي قطعاتو او یا بنسټیزو تأسیساتو ته خطر پیښوي په عاجل ډول له منځه یوړل شي. دوه اوونۍ تر مخه ترکیې هوایي ځواک د ترکیې - سوریې پر پوله یوه روسۍ جېټ الوتکه راغورځولې وه. دغه څه د دواړو هیوادونو تر منځ د ژور درز د رامنځ ته کیدو سبب وگرځید.
سعودي بلاگر د نه خوړو اعتصاب کړی
اسلام ته د سپکاوي په تور په سعودي عربستان کې بندي بلاگر رایف بدوي د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د هغه میرمن انصاف حیدر، د ټویټر د ټولنیزي شبکې په پیغام کې لیکلي دي چې د هغې خاوند یوه نوي منزوي، زندان ته استول شوی دي. هغې وروسته دغه خبر د تلیفون له لارې د رویټرز خبري آژانس ته تائید کړی دی. د هغې په خبره د سه شنبې له ورځې راهیسې د هغې خاوند چې یو لیبرال لیکوال دی د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.