له دويچه ويله د نړۍ خبرونه له انځور سره
په ايران کي د «اسلامي دولت» ۵۳ شکمن پلویان نیول شوي
په ایران کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» ۵۳ تنه احتمالي پلویان نیول شوي. د انترنتي جنایاتو سره د مبارزې مشر کمال هادیانفر وویل چې دې کسانو داسي انترنت پاڼي چلولې چې د «اسلامي دولت» ډلې پلوي پکښې کیدله. د ایراني چارواکو په حواله تیره میاشت په کرمانشاه سیمه کې د دغي ډلي یوه هسته وځپله چې د جنګیالو د راجلبولو هڅه ئې کوله. ایران د سوریې له حکومت سره د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد جګړه کې مرسته کوي.
عراق: که ترکیه خپل عسکر ونه باسي له هري وسیلې به کار واخلي
عراق ترکیې ته د دغه هیواد له شمال څخه د عسکرو د ایستلو په اړه یو ضرب الاجل ټاکلی دی. لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي چې که په ۴۸ ساعتو کې د ترکي عسکر له عراق څخه ونه غوښتل شي نو «هره موجوده وسیله به وکاروله شي.» د ترکیې حکومت د دې په ځواب کې ویلي دي چې ترکیه به عراق ته نور عسکر ونه لیږي خو د عسکرو د رایستلو په اړه ئې څه نه دي ویلي.
اوکراین پر روسیه د بندیزونو د غځولو غوښتنه کوي
د اوکراین لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک پر اروپايي ټولنه غږ کړی دی چې د اوکراین کړکیچ له امله دې پر روسیه لګیدلو بندیزونو ته ادامه ورکړي. په بروکسل کې د اروپایي ټولنې سره د اوکراین د یووالي د جرګه ګۍ تر غونډي وروسته هغه وویل، څو چې د مینسک تړون نه وي عملي شوی، اروپا دې پر روسیه لګول شوي تحریمونه نه لغو کوي. اروپايي ټولنې د ۲۰۱۴م کال په جولای میاشت کې پر روسیې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
په پیکنګ کې هوا نوره هم ککړه شوې
په پيکنګ کې د سختې ککړې هوا له امله چینايي چارواکو په لومړي وار د خطر تر ټولو لوړه یعني سره درجه وضع کړې ده. د پیکنګ د چاپیریال ساتنې ادارې اعلان کړی دی چې سر له سه شنبې ورځې به د نمبر پلیټونو د یوه اړوند سسټم له مخې د ټولو شخصي موټرو تقریباً نیمايي او ۳۰ سلنه حکومتي موټر سړکونو ته د وتلو اجازه ونه لري. همدا راز هغه فابریکې چې په لوړه کچه مضره ګازونه تولیدوي، کار باید ونه کړي.
«د ائتلاف په هوايي بریدونو کې سوریايي عسکر وژل شوي»
د فعالانو په حواله په سوریه کې د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف په لومړي ځل په هوايي بریدونو کې حکومتي عسکر وژلي دي. د بشري حقونو لندن میشته سوریايي ټولنې ویلي چې د هیواد په لویدیځ کې په ترسره شویو دغه بریدونو کې ۴ سوریايي عسکر وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي. زیاته شوې ده چې د دیر الزور ایالت په ختیځ کې د پوځ یوه اډه په نخښه شوې. خو د تازه رپوټونو په حواله نړیوال ائتلافي ځواکونو دغه خبر رد کړی دی.
په وینیزویلا کي اپوزیسیون پارلمانی ټاکني گټلي
د رسمي معلوماتو پر اساس د وینیزویلا په پارلماني ټاکنو کې محافظه پال اپوزیسیون برحاله سوسیالستي ګوند ته په واضح توګه ماته ورکړې ده. د اپوزیسیون ګوند د پارلمان له ۱۶۷ څوکیو څخه ۹۹ ګټلي دي. د ولسمشر مادورو سوسیالستي ګوند ۴۶ څوکۍ ترلاسه کړي دي. اپوزیسیون په پام کې لري چې د ولسمشر د واک څخه د ګوښه کیدو له پاره یوه ټولپوښتنه ترسره کړي چې د ولسمشرۍ دوره ئې په اصل کې په ۲۰۱۹ م کال پای ته رسیږي.
د آلمان ولسمشر د اردن له پاچا سره د مهاجرو په اړه خبري کوي
د آلمان ولسمشر یوآخم ګاوګ په یوه دوه ورځني سفر اردن ته رسیدلی. پاچا عبدالله د هغه هرکلی کړی دی. ګاوک به په خپل دې سفر کې په سونو زرو سوریايي کډوالو ته د پنا د ورکړې له امله د دغه هیواد ستاینه او مننه وکړي. پر دې سربیره به د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کې د آلمان پر ونډه هم خبرې وشي.