1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره د تړاو په تور دوه کسان په جرمني کي نيول شوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

په آلمان کې د کارنوال فیستیوال له پیلیدو سره څو کسان چې ویل کیږي له داعش سره اړیکې لري، نیول شوي دي. پولیسو په پاریس کې تر بریدونو او په کولن ښار کې تر جنسي آزار وروسته امنیتي تدابیر ډیر کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Hpsx
انځور: Reuters/F.Bensch

آلماني پولیسو د پنجشنبې په ورځ دوه الجزايريان له ترهگري ډلي داعش سره د احتمالي اړیکو په تور په برلین، هانور، انتیندوم او نارد راین ویست فالن ايالت کې د عملیات پر مهال نیولی دي.

اوس پولیس د آلمان د کورني استخباراتي ادارې تر معلوماتو وروسته، ګرځي. اصلي شکمن کس یو ۳۵ کلن الجزايری دی چې په سوريه کې په پوځي کمپ کې روزل سوی دی. د برلین پولیسو ویلي دي چې له هغه سره داسي مواد موندل شوي دي چې دی له داعش سره اړيکي لري. د الجزايري پولیس هم په هغه پسې ګرځي.

پولیسو په یوې بیانیه کې ویلي دي چې پر دغو کسانو باندي د دې شک دی چې «داسې یو عمل یې پلان کړی وو چې د دې ایالت امنیت یې له جدي ګواښ سره مخامخ کاوه.»

د برلین د پولیسو ویاند شتفن ریدلیش، د N24 خبري تلویزیون ته ویلي دي چې په برلین کې دوه نیول شوي کسان د مهاجرو په یوه کمپ کې اوسیدل. هغه زیاته کړې ده: «د مهاجرو هغه استوګنځای چې دا دوه تنه ترې نیول شوي دي، تلاشي شوی دی.»

چارواکو همداراز له دې کسانو څخه ګرځنده تلیفونونه، کمپیوتر او ثبت شوي غږونه ضبط کړي دي. دغو کسانو پلان لاره چې په برلین کې سره یو ځای شي او د آلمان په خاوره کې یو ترهګر برید وکړي. خو پولیسو ویلي دي چې تر اوسه لا نه پوهیږي چې دغه کسان څومره د خپل پلان عملي کولو ته نزدې ول.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوی دي چې په آلمان کې د کارنوال پنځه ورځنی فیستیوال پیل شوی دی. د کولن پولیسو ویلي دي چې په دې سیمه کې یې امنیتي تدابیر ډیر کړي دي او ویلي زياته کړې يې ده چې «د کارنوال په مراسمو کې هیڅ ډول تاوتریخوالی ځای نه لري».

د کولن د پولیسو مشر ویلي دي چې یو څوک له ټاکل شوي سرحد څخه پښه وغځوي نو ورسره به جدي چلن وشي: «له همدې کبله به موږ د هغو کسانو پر وړاندې چې له کرښي تیریږي جدي اقدام وکړو. په دوی کې په نشه يي توکو اخته کسان، غله او جنسي آزاروونکي شامل دي چې د یوې ښځې منفي ځواب نه شي منلای.» پلان شوې ده چې شاوخوا ۲۵۰۰ پولیس به د کولن ښار امنیت وساتي.