1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له حمص ښاره ملکي وګړي وتلای سي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

ملگرو ملتونو د هغو رپوټونو هرکلی کړی دی چې د سوریې حکومت دې ته راضی شوی دی چې له کلابند شوي ښار حمص څخه ملکي کسان ووځي. په خوراکي موادو بارلارۍ مرستو رسولو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/1B4Zz
Krieg in Syrien Homs 25.01.2014
انځور: Reuters

ملگرو ملتونو د سوریې په کورنۍ جگړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا د حمص ښار اوسیدونکو ته د بشري مرستو د رسولو پر سر توافق رامنځ ته کیدل ستایلي دي. په کلابند ښار حمص کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو ویاند فرحان حق، په نیویارک کې ویلي دي: «موږ د دې خبري هرکلی کوو چې دواړو اړخونو د بشري مرستو د رسولو په خاطر پر یوه اوربند باندي توافق کړی دی، څو د حمص له زاړه ښار څخه ملکي کسان ووځي او هغوی ته د بشري مرستو د لیږد امکانات برابر شي.»

هغه زیاته کړې ده: «دا چې دواړه اړخونه اړو سیمو ته د خوراکي مرستو د لاریو د خوندي تیریدو د اجازې په اړه زرغون څراخ ورکړي، نو د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي آر) او د نور مرستندویه سازمانونه دې ته چمتو دي چې اړیني مرستې دغه ځای ته ورسوي.

د سوریې په زوړ ښار حمص کې چې له ۱۸ میاشتو راهيسي د سوریي د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند شوی دی، وضعیت ډیر خراب دی. د فعالینو د وینا له مخې په دغه ځای کې خلک د خوړو له پاره څه نه لري.

د «خالي کیدو» په اړه توافق

د حمص ښار والي تلال بارزي، تر دې د مخه د سوریې دولتي خبري آژانس صنعا ته ویلي ول چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې حکومت د زاړه ښار د «خالي کیدو» په اړه د ملگرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره یوه جوړ جاړي ته رسیدلی دی. په اصل کې تر ټولو اساسي خبره دا ده، هغه ملکي کسان چې له دغه ښار څخه د وتلو هیله لري، وتلای شي او هغه ملکي کسان چې په دغه ښار کې په خپلو کورونو کې پاتېدل غواړي هغوی کافي بشري مرستي ورسول شي.

د حمص ښار وضعیت، د سوریې د سولي کنفرانس چې په جنورۍ میاشت کې په ژنیو کې پیل شوی هم یوه موضوع وه. په پام کې ده چې د راتلونکي دوشنبې په ورځ به د دغه کنفرانس په تعقیب د خبرو اترو بل پړاو پیل شي. د ژنیو په غونډه کې حمص ښار ته د مرستو رسولو په اړه کوم توافق رامنځ ته شوی نه وو.

د حلب په ښار کې پاڅون کوونکو د ښار پر مرکزي زندان باندي برید کړی دی. لندن میشته د بشري حقونو سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې چې په مجموع کې له ۳۰۰۰ بندیانو څخه هغوی پر دې توانیدلي دي چي څو سوه بندیان له زندنه آزاد کړي. په عین وخت کې د سوریې دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې په دغه نښته کې د النصره د تندلارې ډلې یو تن ځایي قوماندان وژل شوی دی. ویل کیږي چې دغه کس د چیچنیا وو.

د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې د بشارالاسد پر ضد پاڅون راهیسې، د اټکلونو له مخې په دغه کړکیچ تر ۱۳۶ زره زیات کسان وژل شوي دي. دغه کورنۍ جگړه چې کابو درې کاله وخت پرې اوړي، په میلیونونو کسان د خپلو کورونو پرېښولو ته اړ کړل او د هیواد دننه د پاتي شوي ولس لویه برخه یې مرستو تر لاسه کولو ته مجبوره کړي دي.