1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جهاديانو سره بايد څه وسي؟

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۶, سه‌شنبه

په آلمان کي د سلفيانو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي. په دې نژدې وختونو کي کېدای سي چي شمېر ئې ۷۰۰۰ ته ورسيږي. د دوی يو شمېر ئې همدا اوس تيار دي چي جهاد ته ولاړ سي. له دوی سره بايد څه ډول چلن وسي؟

https://p.dw.com/p/1Dd3N

په آلمان کي د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي چي په عراق او سوريه کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پلوي کوي. د دغو کسانو ډيری سلفيان دي.

د روان کال د اکتوبر مياشتي په نيمايي کي د بايرن له ايالته يو ترکي الاصله محصل چي «تر ټولو خطرناکه سړی» بللی سوی وو وايستل سو.

دغه کس چي «Erhan A.» نومېدی له «زويد دويچه څايتونگ» ورځپاڼي سره ئې په مرکه کي ويلي ول، «که ئې د کورنيو له ړغو څخه يو هم د اسلامي دولت ډلي پرضد وي» دی به ئې ووژني.

په آلمان کي د هغو ځوانانو شمېر پر ډېرېدو دئ چي له سلفيانو سره يو ځای کېدل غواړي. د آلمان د کورنيو استخباراتو رئيس هانس گيورگ ماسين، له «برلين براندينبورگ راډيو» سره په مرکه کي ويلي دي چي په دغه هيواد کي د سلفيانو شمېر څو کاله دمخه ۲۰۰۰ کسان وو او اوس ۶۳۰۰ ته رسېدلی دئ. «دغه ډېرښت ډېر چټک او اندېښمن دئ.»

د آلمان د کورنيو استخباراتو د رئيس د معلوماتو له مخي حداقل ۴۵۰ کسانو له آلمان څخه د سوريې او عراق جنگي سيمو ته سفر کړی دئ. «خو رښتنی شمېر ئې تر دې ډېر دئ.» له دوی څخه اوو تر لسو تنو ئې د ځانمرگي بريد تمرين کړی دئ.

«فرانکفورته الگيمانه زونتاگ» ورځپاڼه د امنيتي چارواکو په حواله ليکي چي له آلمان څخه حتی تر ۱۸۰۰ کسانو پوري افراطي مسلمانانو جنگي سيمو ته سفر کړی دئ.

د ماسين د معلوماتو له مخي له سوريې څخه نژدې ۱۵۰ تنه جنگیالي بيرته آلمان ته راگرځېدلي دي.

څه بايد وسي له جنگياليو سره؟

په آلمان کي اوس بيا هغه بحثونه راپورته سوي دي چي له «جهاديانو» سره بايد څه ډول چلن وسي. سړی بايد دوی پريږدي چي سفرونه وکړي، خو امکان لري چي هغوی جنگ ته ولاړ سي او ځانونه ووژني؟ سړی بايد دوی متوقف کړي او پاسپورتونه ئې ځني واخلي؟ او که يا دوی بايد له هيواده وايستل سي؟

د آلمان امنيتي ځواک اوس د «اسلامي دولت» ډلي د نژدې ۲۰۰ کسانو د فعالانو په اړه پلټني کوي. د آلمان د عدليې وزير هايکو مس، اعلان کړی دئ، چي د روان کال ترپايه پوري به داسي يو وړانديز تيار کړي، څو هغه کسان چي په زورزياتيو کي د گډون کولو په موخه سفر کوي سخت جريمه کړي.

د بيرته راگرځېدونکو له خوا امنيتي خطر

د آلمان امنيتي ځواک اوس داسي اندېښنه لري چي بيرته راگرځېدلي سلفيان کولای سي جدی بريدونه ترسره کړي. د بېلگې په توگه په می مياشت کي د بروکسل کي له سوريې څخه راگرځېدلی فرانسوي جنگيالي مهدي د يهوديانو په یوه موزيم کي څلور کسان په مرميو وويشتل او ووژل.

په آلمان کي له ډېره وخته افراطي مسلمانانو ته د سفر کولو اجازه ته زړه ښه کېدی چي له دغه هيواده ووځي ښه دئ. خو په دې وروستيو کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د هغو کسانو څخه بايد پاسپورتونه واخيستل سي چي په زورزياتيو کي د گډون له پاره تر آلمان دباندي سفر کوي.

په آلمان کي سلفيان
په آلمان کي سلفيانانځور: picture-alliance/dpa/Melanie Dittmer