1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له جنسي تېري د مهاجر ماشومانو د ساتنې قوانين په کار دي»

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

د آلمان ځانګړی مامور يوهانس ويلهلم ريورينګ وايي چي د مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې ضد اصول بايد همږغي سي. رورينګ وايي چي په مهاجر کمپونو کي د ماشومانو د ساتنې اصول يو شان نه دي.

https://p.dw.com/p/2Qj6A
Symbolbild Kindermissbrauch
انځور: Fotolia/Gina Sanders

د سو‌ء استفادې پر ضد مبارزې له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي مامور يوهانس ويلهلم ريورينګ په مهاجر کمپونو کي د اصولو د همږغي کولو غوښتنه کړې ده. دغه آلماني مامور ويلي دي چي په مهاجر کمپونو کي د ماشومانو د زهيرونې او د هغوی څخه د سوء استفادې د مخنيوي له پاره اصول همږغي نه دي. هغه وويل: «دمګړی دغه موضوع د قسمت سره تړلې ده چي ايا کوم يو مشخص کس يا ماشومان په کمپونو کي خوندي دي که نه.»

ريورينګ د مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې پر ضد د اصولو په تړاو د آلمان خبري آژانس سره خبري کړي دي. نوموړي زياته کړې: «موږ مکلفو اصولو ته اړتيا لرو او داوطلبي کفايت نه کوي.» دغه چارواکي ويلي چي د ماشومانو وضعه په «رشتيا چي خطرناکه» ده.

په آلمان کي له مهاجر ماشومانو څخه د سوء استفادې يا ناوړه ګټه اخيستنې په تړاو شمېرې وجود نه لري. دغه موضوع هغه وخت د زياتي توجه وړ وګرځېده، چي ادعا وسوه په برلين کي په يو مهاجر کمپ کي يوه شپږ کلنه ماشومه د يو بل مهاجر له خوا د ناوړه ګټې قرباني سوې ده.

د دغې ماشومې انجلۍ عراقي پلار د سه شنبې په ورځ د آلماني پوليسو له خوا په ډزو ووژل سو. دا هغه وخت کله چي د احتمالي قربانينجلۍ پلار هڅه وکړه چي پر شکمن پاکستاني د چړې وار وکړي.

اوس د سوء استفادې ضد ځانګړي آلماني مامور ريورينګ په مهاجر کمپونو کي د جنسي تېريو څخه د مهاجر ماشومانو د ژغورنې په مقصد د حد اقل سټانډارډونو غوښتنه کړې ده. هغه غوښتي دي چي په اصولي توګه بايد يوازي مېندي له خپلو ماشومانو سره په داسي ځايونو کي وساتل سي چي د نورو نارينه ؤ مهاجرو سره کډ ځای نه وي.

ريورينګ د دې تر څنګ د مهاجر ماشومانو له پاره د ساعت تېري او وزګار وخت تېرولو په مقصد د مسلکي کسانو د مؤظفولو غوښتنه وکړه. د هغه په وينا يو شمېر د مهاجر کمپونو مسئول شرکتونو تر مخه لا په دې تړاو اقدامات کړي دي. هغه وويل: «هغه نور چي دغه موضوع ورته مهمه نه ده، هغه دغه کار نه کوي.» ريورينګ وويل چي اوس په دې تړاو بايد د آلمان مرکزي حکومت او په همدې شان د فدرالي ايالتونو حکومت ځانګړی قانون جوړ کړي. د هغه په وينا تر اوسه د دغه قانون مسوده نه ده موجوده.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم: