1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له جرمني ډېر اخراج سوي افغانان د جنگي سیمو اوسېدونکي دي»

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

له جرمني څخه د بيرته ايستلو سوو افغان مهاجرو نيمايي برخه د هغو سيمو دي چي پکښې جگړه روانه ده. د جرمني حکومت ټينگار کړی وو چي د ځينو افغان مهاجرو اخراج د توجيه وړ دی، ځکه په دغه هيواد کي امن سمي سته.

https://p.dw.com/p/2asgl
Afghanistan Ankunft aus Deutschland abgeschobene Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawa

د جرمني کاتوليکي خبري آژانس د شپيگل مجلې د هغه راپور معلومات خپاره کړي چي د شنبې په ورځ به خپور سي.

په دغه راپور کي د جرمني د کورنيو چارو وزارت د دغه هيواد په پارلمان کي د زرغون گوند استازي اميد نوري پور په غوښتنه هغه ليست وړاندي کړی دی چي افغانستان ته د اخراج سوو افغان مهاجرو په اړه معلومات پکښې دي.

په دغه لیست کي د جرمني د کورنيو چارو وزارت له خوا په لومړي وار راغلي دي چي افغانستان ته د اخراج سوو ۷۷ نارينه وو يوازي ۳۰ کسان ئې د کابل، هرات يا مزارشريف اوسېدونکي دي.

د مجلې د راپور له مخي نور ټول په ختيځ لوېديځ او شمال کي د داسي سيمو اوسېدونکي دي چي کنترول ئې د وسله والو طالبانو په لاس کي دئ او هلته افغان پوځ له افراطيانو سره جنگيږي.

د جرمني حکومت ټينگار کړی وو، چي افغانستان ته د ځينو افغان مهاجرو اخراج ځکه د توجيه وړ دئ، چي هلته خوندي سيمي هم سته.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير څه موده مخکي ويلي ول چي افغانستان ته په «یوه لږ اندازه اخراجیدل» د توجیه وړ دي. هغه ټینگار کړی وو چي طالبان «حکومتي مامورین، پولیس، سفارتونه او غربي هوټلونه خپل هدف گرځولی. عادي خلگ که څه هم قرباني کیږي، خو هغوی د طالبانو هدف نه دي او دا یو لوی توپیر دی».

افغانستان ته د ردسوو افغانانو اخراجیدل شخړه ایز دي، ځکه ډیر کارپوهان هغه ته اوس هم د یوه ناامنه هیواد په سترگه گوري.

د تیرکال په اکتوبر مياشت کي له افغانستان سره د بیرته لیږد تړون تر لاسلیک وروسته د جرمني د کورنيو چارو وزارت له خپلو ایالتونو  څخه وغوښتل، چي رد سوي افغانان په جدیت سره ولیږي.

افغانستان ته د افغان مهاجرو لېږل د تيرکال په ډسمبر مياشت کي د يوې ډلي نه منل سوو افغان مهاجرو په لېږد سره پيل سول.