1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه په زرونو مهاجر بيرته پخپله خوښه وتلي

۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵م کال کي تر۳۷ زرو زيات مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HsDN
انځور: DW/Samih Amri

د يوه راپور پر اساس په تېر مېلادي کال کي له آلمان څخه پخپله خوښه په د وتلو مهاجرو اکثريت د لوېديځ بالکان هيوادونو خلک ول. آلمانۍ ورځپاڼي «دي وېلټ» په خپل راپور کي لیکلي دي چي په ۲۰۱۵م کال کي په بشپړه توګه ۳۷۲۲۰ پناه غوښتونکي بيرته له آلمان څخه وتلي دي.

دغه راپور چي د خپلو معلوماتو منبع يې د آلمان د کورنيو چارو وزارت بللی دی، زياتوي چي د دغو کسانو ۸۷ سلنه (۳۲۴۹۴ نفر) هغه کسان دي چي له سويلي بالکان څخه آلمان ته راغلي ول.

د آلمان د ځينو ايالتونو له خوا خپرې سوو شمېرو څخه څرګنديږي چي په هغو مهاجرو کي هم د بالکان د خلکو اکثريت دی چي له آلمان څخه اخراج سوي دي. «دي وېلټ» ورځپاڼي په دې ترڅ کي د آلمان د هېسن ايالت شمېرې خپرې کړي دي.

د دغو شمېرو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي له ياد ايالت څخه ۲۶۵۸ مهاجر اخراج سوي دي چي۱۰۰۰ تنه يې البانيان، ۷۲۴ يې د کوسوو، ۳۵۲ سربيان او ۱۱۲ يې مقدونيايان ول. د دغو معلوماتو منبع د هېسن ايالت د کورنيو چارو وزارت بلل سوی دی.

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په ۲۰۱۵م کال کي له دغه ايالت څخه ۴۱۹۵ کسان اخراج سوي دي. له هغه سره سره چي د بهرنيانو د اخراج له پاره د آلمان قانون يو شان دی، خو بيا هم د دغه هيواد هر ايالت يې په بېل ډول کاروي. د «دي وېلټ» د راپور پر اساس د آلمان برېمن ايالت په ۲۰۱۵م کال کي يوازي ۴۳ کسان اخراج کړي دي.

د آلمان په پارلمان کي د مسيحي سوسيال اتحاد د پارلماني ډلي د کورنيو چارو څانګي وياند شتيفان ماير، د ځينو ايالتونو پر کم شمېر اخراجونو سختي نيوکي کړي دي.

نوموړي ويلي: «په ځينو ايالتونو، لکه برېمن کي اخراج تقريباً هيڅ نه عملي کيږي.» دغه سياستوال «دي ويلت» ته ويلي دي: «داسي بايد ونه سي چي بې له توپيره د پناه حق درلودونکو او د پناه حق نه درلودونکو ټولو ته ځای ورکړل سي.»