1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني د بیرته سنیدونکو مهاجرو شمېر زيات شوی

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د جرمني د فدرالي ادارې په حواله د اخراج شوو او هغو مهاجرو شمیر په واضح ډول لوړ شوی چې د پناه غوښتنه یې رد شوي او پخپله خوښه ستنیږي. بل لور ته د کلیساګانو نړیوالې شورا د مهاجرو له پاره د مرستې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1JtBT
Leipzig Abgelehnte Asylbewerber werden zum Transport zum Flughafen abgeholt
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال په جولای میاشت کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ اخراج شوي او نږدې ۳۵۰۰۰ نور مهاجر پخپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په مجموع کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ اخراج شوي او ۳۵۰۰۰ پخپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي مهاجر ثبت شوي دي. د نوموړي وزارت د ویاند په خبره د مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو د ردیدلو مخ پر ډیریدونکي شمیر په پام کې نیولو سره به په دغه پروسه کې لا زیات ښه والی راشي.

د کلیساوو نړیوالي شورا د مهاجرو له پاره د مرستې غوښتنه

د کلیساوو نړیوالي شورا د مهاجرو له پاره د مرستې راټولولو کمپاين په برخه کې مرکزي رول لري. د کلیساوو نړیوالي شورا جنرال سکتر اولاو فایکسی توائت، د چهارشنبې په ورځ په ژنیف کې وویل چې ټول هغه کسان چې غواړي د په ميلیونونو مهاجرو سره مرسته وشي، باید د ملګرو ملتونو غوښتنه د آنلاین له لاري لاسلیک کړي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې(UNHCR) دغه درخواست به د سپټمبر میاشتي پر ۱۹ نیټه په نیویارک کې د مهاجرو د کړکیچ په باب د ملګرو ملتونو تر سرمشریزي مخکې د دغه سازمان عمومي منشي بان کي مون ته وړاندي کړای شي.

د دغه درخواست له مخې باید د مهاجرو ساتنه تضمین کړای شي، د دوی ماشومانو ته د تعلیم اسانیاوي برابر او هر یو مهاجر باید مسلکي زده کړې یا کار ترلاسه کړي، څو په کوربه هیواد کې ځان په ښه توګه مدغم کړای شي. تر اوسه پورې ۷۰۰ زره کسانو دغه درخواست لاسلیک کړی دی.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې په حواله د ۲۰۱۵م کال په پای کې، په ټوله نړۍ کې تر ۶۵ میلیونو ډیر انسانان په تېښته ول، چې دا د مهاجرت او بې ځایه شوو په اړه تر ټولو لوړ رقم دی چې ثبتیږي.

د نیویارک په سرمشریزه کې به د هیوادونو او دولتونو مشران د مهاجرو کړکیچ د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي. د کلیساوو په نړیواله شورا کې شاوخوا ۳۵۰ کلیساوي او تر ۵۰۰ میلیونو ډیر عیسویان غړیتوب لري.

اروپا ته مهاجرت