له جرمني د افغان مهاجرو پر بيرته ايستلو نيوکي
۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبهد پناه غوښتني پلوي سازمان «پرو ازول» نن پنجشنبه د جرمني په فرانکفورت ښار کي وويل چي د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په پام کي لري چي په دغه مياشت کي هغه افغانان چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې بيرته خپل هيواد ته ئې لېږل پيل کړي.
هغه زیاته کړې ده: «د جرمني د کورنيو چارو وزير څو مياشتي په خپلو خبرو سره افغان مهاجر نامطمين کړي ول او اوس غواړي چي په هره بيه چي کيږي خپله دغه طرحه وآزمويي.»
د پناه غوښتني پلوي سازمان «پرو ازول» د ديميزير هغه لیک خپور کړی دئ چي د جرمني د ايالاتو د کورنيو چارو وزيرانو د کنفرانس مشر کلاوس بويلون، په نوم ئې ليکلی وو.
ديميزير په دغه ليک کي کښلي دي چي د رواني مياشتي په سر کي له افغان چارواکو سره له جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو په اړه ئې خبري کړي دي او افغان حکومت منلې ده چي خپل مهاجر به بيرته ومني.
د پرو ازول سازمان په خبره ديميزير په دغه لیک کي اعلان کړی دئ چي په روانه مياشت کي بايد يوه الوتکه هغه افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې ولېږل سي.
ديميزير د جرمني د ايالاتونو د کورنيو چارو له وزيرانو څخه غوښتي دي چي د هغو افغانانو چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې ده ليست ئې دوی ته وسپارل سي.
پرو ازول سازمان د افغانستان ناامنه حالت ته اشاره کړې ده او ويلي ئې دي چي د دغو ناامنيو په خاطر تيرکال د ډېرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه په جرمني کي منل سوې ده.
دوي ويلي دي چي افغان حکومت د خپلو ۳۴ ولايتونو څخه ۳۱ ئې ناامنه بللي دي. يوازي پخپله کابل ته د جرمني د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير د سفر په ورځ په کابل کي په يوه چاودنه کي ۲۰ کسان ووژل سول.
پرو ازول سازمان دغه راز نيوکه کړې ده چي ديميزير په افغانستان کي د داسي يوې خوندي سيمي نوم نه دی ياد کړی چي د بيرته ستنېدونکو مهاجرو خونديتوب دي پکښي تضمين سي.