1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له جرمني د افغان مهاجرو ايستل بې غوري ده»

۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

په جرمني کي د ادغام د چارو مسئولي له حکومته غوښتي دي چي افغانستان ته د افغان مهاجرو پر لېږلو له سره کتنه وکړي. پتېيل سوې ده چي په روان کال کي په زرونو افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.

https://p.dw.com/p/2VE3Y
Afghanistan Rückkehr abgelehnter Asylbewerber aus Deutschland
انځور: Reuters/O. Sobhani

د جرمني د فدرالي حکومت د ادغام د چارو مسئولي آيدان اوزگيوز، د «زاربروکر څايتونگ» ورځپاڼي د چهارشنبې گڼي ته ويلي دي چي «په افغانستان کي ستونزي ډيري دي چي موږ بايد له فدرالي حکومت سره خبري ورباندي وکړو، دا په دې دليل هم چي زموږ په ډېرو ايالتونو کي ئې په اړه اندېښنې موجودي دي.»

هغې ويلي دي چي په افغانستان کي جنگ او ترهگري روانه ده، ځکه نو سړی نه سي کولای چي ټول هغه افغان مهاجر چي په جرمني کي ئې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې، بيرته اخراج کړي: «دا به ډېره بې غوري وي چي سړی ووايي، تاسي بايد بيرته خپل هيواد ته ولاړ سئ، ځکه موږ ستاسي په هيواد کي داسي سيمه موندلې چي هلته اوس بم نه چوي.»

د دسمبر مياشتي په نيمايي کي ۳۴ تنه افغان پناه غوښتونکي په ډله ایزه توگه له فرانکفورت هوايي ډگر څخه په يوه چارتر الوتکه کي د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال سول.

د افغان مهاجرو د اخراج پر دغه پروسې په جرمني کي سختي نيوکي وسوې، خو د کورنيو چارو وزير توماس دېميزېر د داقدام دفاع وکړه.

هغه د ډسمبر مياشتي پر ۱۵ نېټه په برلين کي وويل چي له جرمني څخه د ځينو افغان مهاجرو د اخراج اقدام «د پناه غوښتني پروسې د جاري ساتلو له پاره سم او پر ځای کار وو.»

دېميزېر هغه مهال وويل چي د دغو اخراج شوو کسانو يعني ۳۴کسانو يو پر دريمه برخه يې په جرمونو محکوم شوي ول. دوی د غلا، مخدرو موادو، جنسي تيري او مرگوني گوزار په جرمونو محکوم شوي او اخراج شول.

توماس دیمیزیر ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ساده نه، پیچلې دی، خو په هره سیمه کي توپیر لري. د هغه په خبره په افغانستان کې ډیري سیمي کافي امنیت لري او د مهاجرو د بیرته ور ستنولو وړ دي.

ديميزير وويل چي په روان کال (۲۰۱۶م) کي تر اوسه پوري ۲۳۰۰ افغان مهاجر پخپله خوښه هيواد ته ستانه سوي دي. د جرمني حکومت د هغو مهاجرو له پاره چي پخپله خوښه هيواد ته ستنيزي ۴۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي. خو مرستي له هغه چا سره نه کيږي چي اخراج سي.

هغه دا هم ويلي ول چي په ۲۰۱۷م کال کي به له جرمني څخه د هغو په زرونو مهاجرو د ايستلو پروسه پيل سي چي په دغه هيواد کي ئې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې.

نور مطالب: