1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له تور ليسته د افغان هوايي شرکتونو د ايستلو تلاښ

حسین سيرت۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

د افغانستان د ترانسپورت وزارت په دې هڅه کې دی چې د دې هیواد هوایي شرکتونه د اروپايي ټولني له تور ليست څخه وباسي. د نوو الوتکو رانیول، د افغانستان کورنيو شرکتونو ته یوه جدي ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/1EcVQ
انځور: picture-alliance/dpa

د صافي، کام ایر او آریانا هوایي شرکتونه د اروپایي ټولني په تور ليست کې دي. خو د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي وایي چې له دغه تور ليست څخه د افغاني شرکتونو د راایستلو په اړه هڅې روانې دي. اروپایي ټولني د افغانستان په اختیار کې اته مخکیني شرطونه ورکړي دي، څو د هغو په بشپړولو سره افغاني شرکتونه له تور ليست څخه وایستل شي.

د هوا نوردۍ د خپلواکي ادارې جوړول او د هوا نوردۍ اړونده قوانینو جوړول د هغو مخکنيو شرطونو برخه ده چې اروپایي ټولني یې غوښتنه کړې ده. د افغانستان د ترانسپورت او هوا نوردۍ وزارت د پالیسي جوړوني معین قاسم وفایي زاده له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ امیدواره یو چې په راتلونکي یوه کال کې وتوانیږو، چې د اروپایي ټولني د ټولو مخکنیو شرطونو په اجرا کولو سره، د هوا نوردۍ د خدماتو معیاري سیستم رامنځ ته کړو، څو نه یوازي د اروپايي ټولني له تور ليست څخه خارج شو، بلکي زموږ شرکتونو ټولي نړۍ ته الوتني وکولای شي.»

وفایي زاده وویل چې مقرارت په دوو زرو پاڼو کې تدوین شوي دي چې په هغه کې د هوا نوردۍ پورې مربوط د مصوونیت او امنیت ټول مسایل شامل دي.

لږ پانگونه

د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا د هوا نوردۍ په برخه کې لږ پانگونه د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه ده. ډیری الوتکي چې د افغانستان په هوایي شرکتونو کار ول کیږي، زړې دي او د خوندي الوتني په برخه کې پر نړیوال معیار برابري نه دي.

د اوسنیو معیارونو له مخې، الوتکې باید تر ۲۵ کلونو زیات عمر و نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو شرکتونو کابو ټولو الوتکو تر ۲۵ کلونو زیات فعالیت کړی دی. له همدې کبله تیرکال سعودي عربستان د افغاني هوایي شرکتونو پر الوتنو بندیز ولگاوه.

افغاني شرکتونو چې د هوا نوردۍ په برخه کې کومه پانگونه کړې ده د افغانستان د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا هغه لږ ده او په دې سره نه شي کیدای چې د هوا نوردۍ په برخه کې د نن ورځې معیارونه وړاندي کړل شي.

د هوا نوردۍ د څانگې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د اروپایي ټولنې بل شرط دی. د ترانسپورت وزارت د پالیسۍ جوړوني د معین په وینا په دې برخه کې هم فعالیتونه شوي دي او هغه کارکوونکي چې د هوا نوردۍ په برخه کې فعالیت کوي په کافي اندازه روزل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د شمال په غرنۍ سیمه کې د پامیر هوایي شرکت د الوتکې تر رالویدو وروسته، دغه شرکت له فعالیت ولوید او دولت بیرته جواز ترې واخیست. په ۲۰۰۵م کال کې هم د کابل په ختیځ کې د کام ایر یوې الوتکې سقوط وکړ او په دغه پيښه کې تر سلو زیات کسان ووژل شول.

د افغانستان حکومت د هوا نوردۍ د شرکتونو د فعالیت په برخه کې د یو ډول آزادې پالیسۍ سیاست غوره کړی دی. د دغي پالیسۍ پر اساس د گاونډیو او د سیمي د هیوادونو هوايي شرکتونه په افغانستان کې الوتني کوي، او له کورني شرکتونو سره رقابت کوي.

د فلای دوبی، امارات، ترکېش ایرلاین، ایران آسمان، د پاکستان هوایي شرکت پي آی اې او د سیمي د یو شمیر نورو هیوادونو الوتکي د کابل هوایي ډگر ته الوتني کوي. که څه هم په لومړي سر کې د حکومت دغه اقدام د داخلي شرکتونو له سخت غبرگون سره مخامخ شو، خو د حکومت استدلال دا وو چې دغسي یوه پالیسي به د ملکي هوا نوردۍ په برخه کې یوه سیالي رامنځ ته کړې چې گټه به یې د افغانستان خلکو ته ورسیږي. خو حکومت یو شمیر داخلي شرکتونو ته د ځینو امتیازات په ورکولو قانع شوی دی.