له تلوسې ډک انځورونه او د وينې تنده: مک بېت
۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه
سړی کېدای شي له ځانه سره پوښتنه وکړي چې آيا د مک بېت نندارليک ته بيا بيا د فلم بڼې ورکولو ته اړتيا شته، په داسې حال کې چې د «هاوس اف کاردس» په نوم سريالونه وجود لري؟ دغه د کلاير او فرانسيس آندرووډ په هکله کيسه د شېکسپير د ليکنې يوه نوې او مدرنه بڼه برېښي. د آندرووډ کورنۍ خو هم د برياليتوب، مخکښۍ او واک په لور زور وهي، عين لکه د مک بېت جوړه؟
دا دوه خو هم د برياليتوب د تر لاسه کولو په غرض هر نوع ناکردې روا ګڼي؟ خو داسې نه ده. د انګلستان د تياتر د کلاسيک نندارليک او د امريکا متحده آيالاتو د ياد سريال تر منځ خورا ډېر ورته والی موجود دی. سړی کولی شي چې آن هر ډول دغسې ورته صحني، خبرې اترې او د څېرو څرنګوالی په انترنېټ کې په ټولو جزياتو سره وګوري.خو د جَستين کورڅل په فلمي لارښوونه چمتو شوې بڼه چې تېر کال د کان په فستيوال کې نندارې ته وړاندې شوه، او اوس د شېکسپير د تلين په پلمه د ډي وي ډي او بلو رايډ ټيکلو په شکل بازار ته راوځي، ډېر هغه څه لري چې د «هاوس اف کاردس» معاصر سريال يې نه لري. هغه لومړی ښکلې منظرې او هغه انځورونه دي چې کورڅل او د هغهْ فلمي ټيم په جادويي طرز پنځولي دي. هغه ډېر ښايسته او ډېر هيبت ناک دي. ټولې صحنې چې د مک بېت د ډرامې چمتو کوونکي رامنځ ته کړې دي خورا زړه ښکوونکې دي، لکه موزيک او ايديټ، غږونه او همداراز د فلم پيوستون او تسلسل.
ماريون کوتيلارد او ميشاېل فاسبېندر د داسې جوړې نقش ادا کوي، چې قدرت ته تږي او غاړه نه ايښېدونکي دي. ورسره بيا د فلم ژبه هم سړی هېښوي: کورڅل او د هغه د نندارليک ليکونکي د شېکشپير د دورې انګليسي ژبه کاروي. د فلم چمتو کوونکی، آيان کانينګ وايي چې «د نظم او د دغسې يوې ژبې د قواعدو پرته به فلم بېخي بل ډول وای.» او دغه ژبه که د نندارچي په صفت يې څوک ورته ځير شي او پاملرنه ورته وکړي، خورا خوندوره ده.بله خبره دا ده چې په خبرو اترو باندې متمرکز پر معاصر تياتر انتقاد کوونکي همېشه نيوکه کوي چې د آلمان په تياترونو کې لارښود کسان تل کلاسيکې نندارې خرابوي، نوی شکل وربخښي او د زړو پارچو اصلي جوهر له پامه غورځوي. دغسې انتقاد کوونکي بايد د «مک بېت» تر ټولو تازه بڼه وويني. ځکه چې دغه تمثيلي ټوټه د «مک بېت» د کيسې يوه نوې خو کلاسيکه بڼه ده.