1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ترکیې سره تړون د کډوالو کړکیچ نه شي حلولی»

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

له مهاجرو سره د سمندري مرستو سازمان مشر مارتین زورب، ویلي دي چې د ترکیې او اروپایي ټولنې تر منځ د کډوالو په اړه تړون نه شي کولی د مهاجرو ستونزه حل کړي. دغه تړون د مارچ په میاشت کې تصویب شو.

https://p.dw.com/p/1IYu3
د (Moas) په نوم له مهاجرو سره د بحري مرستو سازمان فعالیتونه
د (Moas) په نوم له مهاجرو سره د بحري مرستو سازمان فعالیتونهانځور: MOAS/Peter Mercieca

له مهاجرو سره د سمندري مرستو سازمان مشر مارتین زورب د سه شنبې په ورځ د (KNA) خبري رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «سره له دې چې په وروستیو دریو اونیو کې د مهاجرینو د راتگ بهیر رالویدلی دی خو مهاجر کوښښ کوي له نورو لارو څخه په استفادې ځانونه اروپا ته ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه چې اوس ډیر خلک له سوریې، افغانستان او عراق څخه نه بلکه له افریقا څخه د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوي.

د مالتا هیواد د دغه پخواني وزیر په خبره تیر کال د هغو ۱۵۰ زرو په شاوخوا کې مهاجرو څخه چې د بیړیو په وسیله اروپا ته راغلي دي، یوازې ډیره لږه فیصدي یې سوریایان دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د انسانانو ستونزې باید د هغوې په خپل هیواد کې حل شي، ترڅو په دې توگه خلک د خپل هیواد پریښودو ته اړ نه شي.

د مارتین زورب د وینا له مخې په پسرلي کې د هوا له گرمیدو سره سم به ممکن ډیر انسان له خپل هیواد څخه تیښته وکړي. په دې توگه نو د دې خطر ډیریږي چې لا زیات مهاجر به په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړي. نوموړي زیاته کړه: «زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې موږ به په دوبې کې د لا زیاتو ننگونو سره مخامخ شو.»

د مهاجرو له پاره د سمندري مرستو سازمان د یوه مالتایې-امریکایې میړه او ښځې کریستوفر او رگینا کتراموبوني، له خوا جوړ شوی دی.

د دوی د خپلو څرگندونو له مخې دغه سازمان د ۲۰۱۵ کال د عملیاتو په ترڅ کې له خپلې کیشتۍ سره چې ۴۰ متره اوږدوالی لري ۱۶۰۰۰ انسانان په سمندر کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

دوی یوه دویمه بیړۍ هم په کار اچولې. دغه سازمان خپل فعالیتونه د اعانې راټولولو له لارې تمویلوي چې ډیره برخه یې له آلمان څخه ترلاسه کوي. کاتولیک کلیساگانې هم د مهاجرو له پاره د سمندري مرستې سازمان ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب