1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکيې اروپا ته په زرونو مهاجر بيرته راگرځول سوي

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي له ترکيې څخه يونان ته روان سوي تر ۳۰۰۰ زيات مهاجر بيرته راگرځول سوي دي. درې ورځي مخکي اروپايي ټولنه او ترکيه پر دې سره سلا سول چي يونان ته ورغلي مهاجر به بيرته دغه هیواد ته لېږل کیږي.

https://p.dw.com/p/1IGlw
په لسبوس کي ولاړه کښتۍ
انځور: DW/K. Bergmann

د ترکيې د ازمير ولايت په ديکي سیمه کي يوازي د شنبې په ورځ تر ۲۰۰۰ زيات مهاجر ونیول سول او ځيني ئې يوه تالار ته انتقال کړل سول.

په دغه ځای کي ځينو مهاجرو اعتراض وکړ او له پوليسو سره لاس واچاوه.

د دغو مهاجرو ډېره برخه افغانان، عراقیان او سوريايان دي. ترکيه د جمعې په ورځ له اروپايي ټولني سره پر دې سره سلا سول چي له دغه هيواده يونان ته ورتلونکي مهاجر به بيرته مني.

دغه پريکړه د يکشنبې له ورځي راهيسي چليږي چي له مخي به ئې له ترکيې يونان ته ټول ورغلي مهاجر بيرته ترکيې ته لېږل کیږي. هغه مهاجر چي له اپريل مياشتي يونان ته ورځي په زورره به بيرته ترکيې ته لېږدول کيږي.

د دغي پريکړي له مخي به اروپايي ټولنه له يوان څخه ترکيې ته د هر جواب سوي مهاجر پر سر يو بل سوريايي مهاجر له ترکيې څخه اروپا ته ورغواړي.

د راپورونو له مخي د دوشنبې ورځي په سهار د ترکيې پوليس يونان ته رسېدلي څو روښانه کړي چي هغه مهاجر چي له ترکيې څخه يونان ته ورځي او هلته د سياسي پناه غوښتنه نه کوي، بيرته ترکيې ته ولېږي.

په لسبوس ټاپو کي د مهاجرو ويره

د يونان په لسبوس ټاپو کي ناآرامي ده. په دغه ځای کي تر ۱۵۰۰ زيات راټول سوي مهاجر چي اروپا ته د تگ په تمه دي، ويره لري چي د ترکيې او اروپايي ټولني د نوي تړون له مخي بيرته ترکيې ته ونه لېږل سي.

د موتلينه بندر ته نژدې یوه ستره بېړۍ رارسېدلي ده چي گومان کیږي مهاجر به بيرته انتقال کړي. په دغه ټاپو کي مېشت مهاجر چي اوس دغي کښتۍ ته گوري سخت وارخطا دي چي بيرته به ئې ولېږي.