له بې پيلوټه الوتکو دوامداره ډار
۱۳۹۲ دی ۸, یکشنبهد شمالي وزيرستان یو تن اوسېدونکی زمان، چي د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کي يې خپل ورور له لاسه ورکړی دی، له هغه راهيسي يې د زړه له کومي له امريکا متحده ايالاتو څخه کرکه کيږي.
له ۲۰۰۸ کال راهيسي د ۳۸ کلن اختر زمان، داسي ورځ يا ګړی نه په ياديږي چي په شمالي وزيرستان کي له افغانستان سره په سرحد کي دي د دوی پر کلي باندي د امريکا بې پيلوټي الوتکي نه څرخي.
د زمان په خبره د بې پيلوټه الوتکو دغه ګرځېدو راګرځېدو ځايي اوسېدونکي د لېونتوب حالت ته رسولي دي. د هغه په خبره خلک هرګړی د دغو الوتکو په لېدلو سره د مرګ احساس کوي.
د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کي د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ مياشتي پر ۸ نېټه د زمان ورور چي د ديني علومو ښوونکی وو هم ووژل سو. هغه د دې له پاره چي د خپلو سترګو ليدلي حال رسنيو ته ووايي ۱۳ ساعته په يوه سرويس موټر کي تر اسلام آباد پوري سفر وکړ، ځکه شمالي وزيرستان ته د بهرنيو خبريالانو ورتګ له امکانه ليري خبره ده.
زمان وايي ورور يې يو ښوونکی وو او ښوونځي ته د تګ پرمهال يې پر موټر باندي د بې پيلوټه الوتکي توغندی ولګېد او پکښې ووژل سو. تر دغه بريد وروسته پاکستاني استخباراتو د ځايي اوسېدونکو په حواله خبر ورکړ چي پر يوه موټر باندي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي څلور تنه ياغيان وژل سوي دي.
خو زمان وايي چي ورور يې يوازي يو ښوونکی وو: «هغه ښوونځی ته روان وو، هغه له طالبانو سره هيڅ راز اړیکي نه لرلې.» اختر زمان بايد د خپلو اتو تنو اولادونو ترڅنګ د ورور اوو تنو اولادو ته هم ډوډۍ پيدا کړي.
زمان وايي د دوی د کلي خلک په دوام داره ډار کي دي. د هغه په خبره د شپې له خوا بې پيلوټه الوتکي ډېري کښته تيريږي او د ورځي له خوا بيا لوړي وي او ږغ يې هم کرار وي خو بيا هم اورېدل کيږي. «د الوتکو د دوام داره ږغ له امله ډير وګړي په روحي ناروغيو اخته سوي دي. کله چي کوچنيان د باندي بازۍ کوي سخت ډار لري. دی وايي: «کوچنيان هرخت وايي، کله چي موږ دباندي بازۍ کوو اسمان ته ګورو او الوتکي شمېرو چي څومره دي.»
زمان وايي چي د ورور تر مرګ وروسته يې د زړه له کومي له امريکايانو څخه نفرت کيږي: «زه د غچ اخيستلو له احساسه ډک يم.» امریکايان بې له دې چي توپير وکړي مسلمانان وژني. هغه وويل: «دوی زموږ او زموږ د دين دښمنان دي.» هغه خبريالانو ته وويل چي دی په خپله نه جنګيږي خو خوشحاله دی چي داسي خلک سته چي د امريکايانو پرضد جنګيږي:
«که چيري څوک داسي فکر کوي چي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونه سره به جنګ وګټي يا به طالبان کمزوره کړي، دا نو بيا له واقعيته ليري ده.» زمان وايي چي د بې پيلوټه الوتکي له هر قرباني سره، له طالبانو سره د خواخوږۍ او له هغوی سره د درېدو پله درنه کيږي.
بزګر زمان د خپلو زامنو له پاره چي غټ يې ۱۶ کلن دی د ښو زده کړو هيله لري.