1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له بې اسناده مهاجرو سره د مرستي هڅي

۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبه

ځيني مهاجر د اسنادو نه لرلو په سبب په غیر قانوني توګه په آلمان کې ژوند کوي، له همدې امله د دغو کسانو دقیق شمیر هم نه دی معلوم. د مرستندویه سازمانونو کارپوهان غواړي له دوی سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2dmXS
Menschenhandel in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa

د روان کال د جون میاشتي پر ۲۲ نیټه د مرستندویه سازمانونو، کلیساګانو او آلمان د ناحیو کارپوهان په فرانکفورت کې سره را ټولیږي. دوی د هغو انسانانو په هکله بحث کوي چې اسناد نه لري او په غیر قانوني توګه په آلمان کې ژوند کوي.

مارکوس برویر، چې د دغي غونډي یو له جوړونکو څخه دی په دې اړه د پروتيستان د رسنیزو خدماتو آژانس ته وویل: «د دغو انسانانو ادغام له یوه خنډ څخه له ټوپ وهني سره برابر دی. بې اسناده انسانان غالباً له داسې دیوالونو سره مخامخ کیږي چې د تیریدو نه وي»

نوموړی زیاتوي چې دغه کسان تقریقاً تل د ګډ ژوند په برخه کې له برابرو حقونو څخه محروم پاتيږي. د برویر، د څرګندونو پر بنسټ له دې لیدنې کتنې څخه هدف دا دی چې د اړونده ادارو، غیر دولتي سازمانونو، کلیساګانو او اتحادیو تر منځ یو ډیالوګ ته لاره هواره کړي، هغه ډلې چې هره ورځ د داسې انسانانو له ستونزو او اړتیاو سره سرو کار لري.

مارکوس برویر ټینګار کوي: «د دغو کسانو د حقونو او اړتیاو له مختلفو ابعادو سره د چلند د لارو چارو په هکله باید واضح او ښکاره خبري وشي.»

د دوی په پروګرام کې روغتیایې خدماتو ته د لاسرسي په هکله ورکشاپ، د ګډون کونکو ویناوې او په پای کې د کارپوهانو یو ګردی میز په پام کې نیول شوی دی.

دغه غونډه په فرانکفورت کې د فرهنګي غونډو په تالار "هاوس ام دوم" کې د ( موږ یې هم تر عهدې وتلی شو) «Wir schaffen (auch) das! تر شعار لاندی جوړیږي. 

(dpa,afp/SN)

زموږ له ارشيف څخه: