1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له برلینه په افریقا کې په مبائل سره د برق کنترول

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲۷, پنجشنبه

د «موبیسول» آلماني شرکت له کوچنیو لمریزو جرناتورونو او گرځنده تلیفوني شبکې څخه په استفادې له برلین څخه د کینیا، تانزانیا او روانډا هیوادونو په کورونو کې د بریښنا سیستم تنظیم کړی دی.

https://p.dw.com/p/1F8o5
Mobisol
انځور: Mobisol

د «موبیسول» آلماني شرکت د افریقا په ختیځ او لویدیځ کې د بریښنا د کمښت ستونزي او د گرځنده تلیفونو د لوړ شمیر په پام کې نیولو سره د بریښنا رسوني یو نوی سیستم طرحه کړی دی.

دغه شرکت په پام کې لري چې کینیا، روانډا او تانیزانیا هیوادونو ته کوچني لمریز جرناتورونه چې هر یو یې کولای شي یو کور ته په کافي اندازه بریښنا برابره کړي واستوي.

د دغه جرناتور په ژیړ پلاستکي جعبه کې یو سیم کارت ځای پر ځای شوی دی چې له برلین څخه کنترولیږي. دغه جرناتورونه په پنځو مختلفو اندازو کې جوړ شوي دي چې له ۳۰ څخه تر۲۰۰ واټه بریښنا د تولید ظرفیت درلودونکي دي. کوچنی جنراتو دوه گروپه لگولای سي او غټ جنراتور يو يخچال فعاله ساتلای سي.

د دغو جرناتورونو له پاره بترۍ له چین څخه پیرودل کیږي او د کښتۍ له لاري په مستقیم ډول افریقا ته استول کیږي. خو د دغه سیستم تر ټولو مهمه برخه هغه ژړ رنگه جعبه ده چې پکښې له لیري څخه کنترولیدونکی سیم کارت ځای پر ځای شوی دی. په برلین کې د موبیسول شرکت کولای شي په هر ځای کې چې دغه جرناتور موقعیت ولري کنترول کړي.

په مبائل سره د بریښنا محصول تحويليږي

آلماني انجینرانو د دغه سیستم د کارونکو د بریښنا بيل د تحويلولو مسائله هم په پام کې نیولې ده. مستحلکین کولای شي د لمریز جرناتور په وسیله د خپل مبائل تر چارجوولو وروسته په گرځنده تلیفونو کې د موجود بانکي سرویس سیستم په وسیله د خپل بریښنا مصارف ادا کړي. پر خپل وخت د کارول شوي بریښنا بيل ادا کول د موبیسول شرکت له پاره ډیر مهم دی. د دغه شرکت یو انجینر توماس دوو په دې هکله وایې:

«د هر جرناتور په جعبه کې ځای پرځای شوی سیم کارت موږ ته دا امکان راکوي، چې د برېښنا د مصرف په ادا کولو کې د ځنډ په صورت کې د هم هغه مصرف کوونکي دستگا له کار وباسو. کله چې دوی د مبائل په وسیله خپل بيل ادا کړي، دغه پيسې بې له ځنډه زموږ په بانکې حساب کې جمع کیږي او موږ ډیر ژر د دغه پیرودونکي دستگاه دوباره فعالوو».

«موبیسول» تر اوسه پوري د لمریزي انرژۍ د تولید تر۱۵۰۰۰ ډیري دستگاوي په افریقا کې پلورلي دي. توماس دوو، وړاندوینه کوي چې دغه شمیر به تر راتلونکي کال پوري څلور برابره لوړ شي. دغه شرکت په دې وروستیو کې د روانډا له دولت سره د ۵۰۰۰۰ دستگاو د پلورلو تړون هم لاسلیک کړی دی.

د نوي سیستم د پراخیدو چانس

د افریقا د لويي وچې په ختیځ او لوېدیځ ډیرو برخو کې د بریښنا د تولید له پاره اړیني زیربناوي ډیري محدودي دي. یوازي۱۰ سلنه کورونه د بریښنا له سیمه ییزي شبکې سره وصل دي. د دغو سیمې اکثره اوسیدونکې خپل مبائل تلیفونونه په ډېزلي جرناتورونو چارجوي.

خو د مبائل په وسیله کنترولیدونکي دغي شبکې د برېښنا له نعمت څخه محروم د نړۍ په دې برخه کې یو نوی انقلاب رامنځته کړی دی. په ملیونونو افریقایانو د خپل گرځنده تلیفونو په وسیله انټرنټ او معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړی دی. دا امکانات د ژوند په مختلفو برخو کې د دوی د پوهاوي سطح په لوړولو کې ډېر گټور تماميږي.

په افریقا کې د گرځنده تلیفونونو په شمیر کې ډېرښت د دې سبب شو، چې د موبیسول آلماني شرکت مسئولین د برېښنا رسوني د یو داسي سیستم جوړولو په فکر کې شي چې له برلین څخه د کنترولیدو وړ وي.

لمريزه بريښنا
انځور: Mobisol
په دغه ژړه جعبه کي سیم کارت ځای پر ځای سوی دئ
په دغه ژړه جعبه کي سیم کارت ځای پر ځای سوی دئانځور: Mobisol