له ایران سره د افغانستان د سرحدي کمیسارۍ او ګمرک پروژه بشپړه سوه
۱۳۸۹ بهمن ۲, شنبهد بشپړېدو وروسته دغه ساحه په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کار آيکن بېري له خوا و افغان دولتي چارواکو ته وسپارل سوه. د دغې پروژې د نوموړي فاز مالي لګښت 5 ملیونه امریکایی ډالره شوي دي. په مناسبتي غونډه کي د امریکا سفیر د افغانستان سره د بیا رغونې په لړ کي د مرستو د دوام ژمنه تازه کړې ده.
دغه پروژه چه کاریې یونیم کال د مخه پیل شوی ؤ د يوې رسمي غونډې په ترځ کي د سرحدي پولیسو ګټې اخيستنې لپاره وسپارل سوه.
د پرانستنې په مناسبتي غونډه کي د امریکا د سفیرایکن بېري تر څنگ د هرات والي او يو شمېر نورو ولايتي چارواکو هم گډون کړی ؤ. کارل آيکن بېري په خپله وينا کي وويل:
«دغه پروژه چي د سرحدي پولیسو د 100 تنه کارکونکو لپاره وړ کاري امکانات پکښي برابر سوي دي، زموږ د هيواد لخوا د افغانستان سره د مرستو د ژمنو د دوام د سمبول په معنی ده. د امريکا خلک به د افغان حکومت او افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
آيکن بېرې په خپلو خبرو کي زياته کړه چي د پروژې پر بشپړېدو باندي د 5 مليونو ډالرو لگښت راغلی دی. د وويل چي پدې توگه اوس د افغان سرحدي پولیسو لپاره د تاسیساتو دوهمه برخه بشپړه سوه او ودانۍ، اداري خوني اونوراړین امکانات برابرشوه.
دولتي مامورین او د اړونده چاروکارپوهان چي په دغه مناسبتي غونده کي یې حضور لاره وې ویل چي پروژه غوره کیفیت لري او دا چي د سرحدي کمیسارۍ چارې به تر پخوا ښې تنظیم او د ګمرکي عایداتو د لا اوچتوالي لامل شی.
دهرات والي ډاکټرمحمد داؤد سبا نړیواله ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا مرستې د خپل هیواد د اوس او راتلونکي لپاره ګټورې وبللې زیاته یې کړه هیواد یې په بیلابیلو برخو کي پرمختګ کړی دی. کوم چي د ده په وینا د ناټو د وتلو په صورت کي په ځانګړي ډول هم د مسؤلیت د پرمخ بیولو وړتیا لري. خو په دغه لاره کي يې د نړیواله دوست هیوادونو پام هم اړین وباله.
«دافغانستان خلک هیله لری چه دهیوادمسولیت په خپله په غاړه واخلی. په خپلوپښوودریږی اودژوندچاری پخپله سمبال کړو. ځکه نو د نړیواله دوستانو په مرسته او مشوره مونږ پریکړه کړې چي مسؤلیتونه ومنو، له هیواده دفاع او رهبري چاري په خپله په مخ بوزو. دهیواد د بیارغونې چاري خپله په مخ بیایو او د نړیواله ټولنې مرسته راسره ده.»
دهرات دسرحدي ګمرک تاسیسات او نظامي کمیسارۍ د بیا رغونې پروژې لومړۍ برخه د 2009م مېلادي کال د جون په میاشتي کي تکمیل شوي وه چي د عصري هنګرونو، د مسافرو او سوداګري توکو د تنظيم اونورې څانګې یې 117 جریبه مځکي په زیر بنا سره د ایران له سرحد څخه پیل د افغانستان په خاوره کي په پاخه او اساسي ډول ودان شوي دي. چي ټول ټال مالي لګښت یې د تازه پروژې په شمول 25 ملیونه امریکایي دالره یاد شوي دي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: احمدولي اڅکزی