1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران سره د اتومي پروگرام پر سر مذاکرات ادامه لري

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

ټاکل شوې وه چې په لوزان کې د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې د تیرې شپې تر نیمایې پورې پای ته رسیدلی وای. خو د دغو خبرو موده اوس غځول شوې او د شپې تر وقفې وروسته دغه خبرې اترې یو وار بیا پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1F0Tr
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

په داسې حال کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرگي لاوروف وایې چې د ټولو کلیدي مسائلو پر سر موافقه رامنځته شوې ده، امریکایې سرچیني بیا دغه ادعاوې ردوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ویلي دي چې په لیکلې بڼه د موافقې د مسودې د جوړولو کار به د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

ظریف د سه شنبې ورځې د خبرو اترو په پای کې وویل: «په خبرو اترو کې ښه پرمختگونه ترلاسه شوې دي او د چهارشنبې ورځې د خبرو اترو د بریالیتوب له پاره هیلې ډیرې شوې دي». ظریف زیاته کړې ده چې هغه هیله مند دی چې د نړی له سترو قدرتونو سره به د اتومې لانجې پر سر د موافقې چار چوکاټ د چهارشنبې په ورځ بشپړ شي.

د نوموړي په خبره د خبرو اترو د ځنډیدو علت د برخوالو اوږدې خبرې وې، نه بن بست. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د خبرو اترو تر پیل وروسته به کارپوهان د موافقې د مسودې لیکل پیل کړي.

د ایران د اتومي شخړې پر سر د یوې احتمالي موافقې څخه مخکې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنېاهو یو ځل بیا د دغې روغې جوړې پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه تیره ورځ په بیت المقدس کې وویل چې د ایران تخنیکي امکانات دا زمینه برابروي چې دغه هیواد د یوه کال په موده کې اتومي وسلې جوړې کړي: «زموږ د هیواد امنیت او راتلونکې له پاره ستر خطر د ایران له خوا د اتومي وسلو جوړول دي. کومه موافقه چې په لوزان کې لاسه ته راځي، دې هدف له پاره لاره هواروي. په قوي احتمال، له دې موافقې سره به د ځمکې لاندې تأسیسات، په اراک کې بټۍ، پرمختللی سنتریفیوژونه د ایرانیان په اختیار کې پریږدي.»

د ټولو کلیدي مسائلو په اړوند د موافقې په هکله شک او تردید

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف روسي خبریالانو ته ویلي دي: «ایران او د نړۍ ستر قدرتونه په ټولو کلیدي مسائلو کې موافقې ته رسیدلي دي». لاوروف زیاته کړې ده چې د موافقې د مسودې د لیکلو عمل به د چهارشنبې ورځې په سهار پیل شي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فدریکا موگریني تر څنگ د دغې موافقې مادې هر څومره ژر چې کیدای شي اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه دیپلومات په حواله ویلي دي چې د سیرگي لاوروف هغه خبرې چې ویلي یې دي «ایران د نړۍ له سترو قدرتونو سره په ټولو کلیدي مسائلو کې موافقې ته رسیدلي دی» رد کړي دي. د دغه دیپلومات په خبره چې هویت یې پټ ساتل شوې دی دغه معلومات صحت نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس، مخکې تر دې چې په لوزان کې د خبرو اترو له ځای څخه ووځي وویل، په هغه صورت کې چې خبرې اترې بریالۍ شي په راتلونکي ورځ به بیرته را وگرځي. فابیوس د کابیني په غونډه کې د گډون له پاره پاریس ته تللی دی.