1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايبولا وايروس سره د لا سختي مبارزې غوښتنه

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۲۸, جمعه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ایبولا وايروس «نړیوال امنیت او سولې ته یو گواښ» بللی دی او سویلي افریقا ته پر سفر کولو د بندیزونو د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DFkq
انځور: Cellou Binania/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو امنيت شورا په یوه بیانیه کې له ټولو هیوادونو، هوایي شرکتونو او لوژیستیکي کمپنیو څخه غوښتي دي چې ټول هغه بندیزونه له منځه یوسي چې پر یو شمیر هیوادونو باندي يې د ایبولا وایروس د خپریدو له کبله لگولی یدلي دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې دغه بندیزونه د ایبولا وايروس له گواښ سره مخامخ هیوادونه لا ډیر منزوي کوي او د دغه ویروس پر ضد مبارزه کې د هغوی ستونزي لا پسې ډیروي.

دغه پیغام ښايي د سیري لیون هیواد ته نه وي رسیدلی ځکه په دې هیواد کې له جمعې ورځي راهيسي د درو ورځو له پاره خپلې دروازې د هر څه پر مخ وتړلې. په دې ترڅ کې دغه هیواد له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي چې د ۷۲ ساعتونو له پاره په خپلو کورونو کې پاته شي.

دا چې دغه کار به څرنگه ترسره شي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده. د دغو درو ورځو په ترڅ کې به رضا کاران هر کور ته ولاړ شي او په ایبولا اخته کسان به ولټوي.

د سیري لیون ولسمشر ایرنست بای کوروما، د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: «نن د هر یوه ژوند په خطر کې دی خو موږ کولای شو چې له دغې سختۍ څخه تیر شو که هغه کار چې موږ ته ویل شوي دي وکړو.»

ملگرو ملتونو د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په تاریخ کې دویم وار دی چې د یوې روغتیایي ستونزي په اړه ځانگړې غونډه کوي. د دې شورا لومړۍ غونډه د ایدز په اړه وه.

ملگرو متلونو ایبولا وايروس نړیوالي سولي او امنیت ته یو گواښ بللی دی. د دې شورا تر غونډي دمخه د ملگرو ملتونو د روغتیا سازمان ویلي ول چې دغه وایروس تر اوسه پوري ۲۶۰۰ کسان وژلي او لږ تر لږه ۵۳۰۰ کسان په اخته دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، چې د ایبولا وايروس د مخنیوي له پاره یې د نیوو بېړنیو بشري، مادي او مالي مرستو اعلان کاوه، وویل: «د اوسني وضعیت حساسیت د داسې یوه نړیوال اقدام ایجاب کوي چې د یوې روغتیايي ستونزي پر وړاندي تر اوسه پوري نه وو شوی.»

بان زیاته کړه: «نړیوال ماموریت به پنځه اولویتونه ولري: د ایبولا ساري ناورغۍ د پرمختگ مخنیوي، په ویروس د اخته کسانو درملنه، د اړینو خدمتونو رسول، د ثبات ساتل او په راتلونکې کې د ایبولا وايروس د خپریدو مخنیوی کول.»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې له ایبولا سره د مبارزې په موخه اوسنۍ ژمنه شوي مرستي تر هغه څه چې د دې هدف له پاره اړیني دي څو واري کمي دي. هغه روښانه کړه چې د دې هدف له پاره باید لږ تر لږه یو میلیارد ډالر راټول شي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو ځانگري استازې سمنتا پاور د ملگرو ملتونو اعلامیه وستایله خو ټینگار یې وکړ چې په دې اړه باید کار هم وشي.

له بلې خوا د گینیا په یوه سویلي لیره پرته سیمه کې د پنجشنبې په ورځ د اوو کسانو مړی موندل شوي دي. دا پیښه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د یوه کلي اوسیدونکو پر هغو کسانو باندي چې د ایبولا ساري ناروغۍ په اړه یې معلومات ورکول برید وکړ. په وژل شویو کسانو کې درې تنه خبریالان هم شامل دي.

په گینیا کې د ایبولا په اړه د خلکو کم او ناسم معلومات د هغو کسانو له پاره جدي ستونزي رامنځ ته کوي چې غواړي د دې وایروس د پرمختگ مخه ونیسي.