له انساني جنينو بنيادي حجرې جوړي سوي دي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبهد نړۍ پوهانو له لسو کلونو راهیسې هڅه کوله چې د انسان له جنینو څخه «بنیادي حجرې» جوړي کړي. دغه ډول حجرې چې په انګلیسي کې ورته Stem Cell یا لکۍ لرونکي حجرې ویل کیږي د دې قابلیت لري چې نوري حجرې رامنځ ته کړي.
تر دې د مخه له انساني جنينو څخه د دغه شان حجرو د جوړولو بهیر تل ناکامه کیده، خو اوس څیړونکې وایي چې د طبابت په برخه کې یوه لوی بریالیتوب ته رسیدلي دي.
هغه څه چې له بینادي حجرو سره یې د څیړونکو لیوالتیا ډیره کړې ده، دا ده چې دغه حجرې کولای شي چې د انسان د بدن په هر ډول حجرو بدل شي. ساینس پوهان وایي چې هغوی کولای شي له دغو حجرو څخه د ډیر شمیر ناروغیو په درملنه کې کار واخلي.
سیاینس پوهان غواړي له دغه نوو جوړو شویو حجرو څخه د پارکیسنون ناروغي (په لوړ عمر کې د رېږدېدو ناورغي)، متعدر اسکلوز ناروغي، د ملا د تیر د ناروغیو او د نابینایي درملنه وکړي.
له دغه نوي پرمختګ سره اوس ساینسپوهان کولای شي چې داسي نسجونه جوړ کړي چې د انسان له خپلو حجرو څخه به د هغه د بدن د نوي غړي په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړي.
د سیاینس په برخه کې دغه لوی پرمختګ د امریکا متحده ایالاتو د اورګن ایالت پوهنتون څیړونکو کړی دی. په دغه پوهنتون کې یوه ساینس پوه شوکهارت میتالیپوف، ویلي دي چې هغوی د یوې آزموینې په ترڅ کې په دې توانیدلي دي چې د انساني جنينو له جوړو شویو حجرو څخه د زړه، اينې او عصابو حجرې جوړي کړي.
تر دې مخکې ساینس پوهانو په ۱۹۹۶ کال کې د یوه پسه حجرې تکثیر کړي وې او د ډالي په نوم د یوه بل پسه په رامنځ ته کیدو کې یې ورڅخه کار اخیستی وو.
ښاغلي میالیپوف ویلي دي چې اوس هم باید په دې برخه کې لا ډیري څیړنې وشي، خو د هغه په خبره دا اوس له انساني جنینو څخه د بنیادي حجرو د رامنځ ته کولو په برخه کې یو ډیر لوی پرمختګ دی.
دغه ساینسپوه ټینګار کړی دی چې د انساني حجرو د رامنځ ته کولو بهیر د بیزو د حجرو د رامنځ ته کولو په پرتله ډیر پېچلی دی. هغه ویلي دي چې انساني حجرې د نورو په پرتله نازکي دي او ټینګار یې کړی دی چې د نوي رامنځ ته شوي میتود له لارې د یوه انسان رامنځ کیدل ناممکنه دی.