1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغان کډوالو سره د مرستي سيمه ييزه تگلاره

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چي دغه سیمه ییزه تګلاره په خپله خوښه د بیرته راستنیدونکو کډوالو د بیا میشتېدو او د کوربه هېواد سره د مرستي په نوم نومول شوې ده.

https://p.dw.com/p/14wUu
انځور: AP

د کډوالو د چارو وزير ښاغلي جماهير انوري وویل چي ددې تګلاري له مخي به له هغو کډوالو سره چي بیرته هېواد ته ستنیږي، د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه روغتیا، پوهنه، د څښلو پاکو اوبو او نورو برخو کي مرستي کیږي.

دغه راز، هغه افغان کډوال چي نه غواړي هېواد ته ستانه شي په کوربه هېواد کي به ورته د ژوندانه اسانتیاوې برابریږي.

ده وویل په همدې موخه:«په خپله خوښه د بیرته ستنیدونکو د تل مېشتېدو او د کوربه هېواد سره د مرستي سیمه ییزه تګلاره» په ژنیو کنفرانس کي په نړېواله کچه د ملاتړ وړ وګرځېده.

انوري وايي چي د افغان کډوالو له پاره دغه سیمه ییزه تګلاره به په نیږدې راتلونکې کي د افغانستان ملي شورا ته د تصویب په موخه هم واستول شي.

جماهیر انوري دا هم وویل چي له پاکستان او ایران سره پردې سلا شوي دي چي افغان کډوال به په دغو هيوادونو کي تر۲۰۱۷ میلادي کاله پوري پاته وي.

دا مهال په ټوله نړۍ کي شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د کډوالۍ ژوند تیروي چي تر ټولو زیات یې په پاکستان او ایران کي اوسیږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، په پاکستان کي نژدې ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په قانوني او۱ میلیون نور ئې بیا په ناقانونه توګه ژوند کوي.

دغه راز، په ایران کي هم ۱ میلیون ثبت شوي دي او ۱،۵میلیونه ئې ناثبت شوي افغان کډوال اوسیږي.

د رپوټونو له مخي په پاکستان او ایران کي افغان کډوال له زیات شمېر ستونزو سره مخامخ دي چي ویل کیږي افغان چارواکي تراوسه نه دي توانیدلي چي په یادو هيوادونو کي د هغوی ستونزو ته ځان ورسوي.

خو د کډوالو د چارو وزیر جماهير انوري په دې خبري غونډه کي وویل ددغو ستونزو د هوارۍ له پاره ئې هلي ځلي کړي دي او ژمنه ئې وکړه چي په دې اړه به لا هم خپلي منډي ترړي ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې یو شمېر کتونکي په دې باور دي چي د افغانستان ګاونډیان کله نا کله د افغان کډوالو له موضوع څخه د سیاسي فشار د الې په توګه هم کار اخلي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل