1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغان امنيتي ځواک سره مرستي پټي ساتل کيږي»

afp۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

د افغانستان د بيا رغاوني د څارني امريکايي مشر شکايت کړی دئ، چي پنتاگون له افغان پوځ سره مرستي مخفي ساتي او په اړه ئې هيڅ معلومات نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1ETGE
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بيارغاوني د څارني ادارې (سيگار) مشر جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۹) شکايت کړی دئ، چي پنتاگون له افغان امنيتي ځواک سره مرستي پټي ساتي.

هغه ويلي دي چي په دې سره نو د امريکايي ماليه ورکوونکو هغه پيسې چي د افغان ملي پوځ او ملي پوليسو د روزلو له پاره ورکول کيږي، روښانه نه ده چي په څه ډول مصرفيږي.

د ساپکو له دفتر څخه د امريکا کانگرس ته په وروستي رپوټ کي راغلي دي چي په دې اړه معلومات داسي پټ سوي دي چي «بې بېلگې» دي.

خو په افغانستان کي امریکايي عمومي قوماندان جان کمپبل بيا له دغه کاره دفاع کړې ده. هغه ويلي دي چي د معلوماتو پټول له طالبانو سره په جگړه کي اړين دي.

کمپبل د امريکا له خوا د افغانستان د بيا رغاوني د څارني ادارې مشر ته ليکلي دي: «موږ بايد ډېر ځير اوسو چي محرم اسناد مو د هغو کسانو لاس ته ور نه سي چي زموږ عسکر او افغان امنيتي ځواک گواښي.»

امريکا متحدو ايالاتو تر اوسه پوري د افغان امنيتي ځواک د بيا رغاوني په برخه کي نزدې ۶۵ ميليارده ډالره مصرف کړي دي. خو سر له اوسه به د مرسته کوونکو پيسو کلنۍ اندازه پټه وساتل سي.

تر دې وروسته به دغه راز د افغان امنيتي ځواک د شمېر، هغوی ته د وسلو ورکولو، له اداري فساد سره مبارزې ته روزنه او حتی هغه تلاښونه چي د سواد د زده کړي په برخه کي کيږي پټ ساتل کيږي.

د افغانستان د بيا رغاوني د څارني امريکايي ادارې له خوا په وروستي راپور کي چي د تيرکال په اکتوبر مياشت کي خپور سوی وو، د افغان عسکرو شمېر ۱۸۱۰۰۰ او پوليسو دا ۱۵۲۰۰۰ ښوول سوی وو.

«نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د پوځ د دغه کار پر مخفي کولو باندي سختي نيوکي کړي دي. ورځپاڼه ليکي چي امريکايي ماليه ورکوونکي غواړي پوه سي چي په افغانستان کي په ميلياردونو پيسي څرنگه مصرفيږي.

د ۲۰۱۴م کال په پای کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنگي ماموريت پای ته ورسېد او د روان کال له پيل راهيسي په دغه هيواد کي يو ماموريت چي موخه ئې د افغان امنتي ځواکونو روزنه او سلا مشوري ورکول دي پيل سو.

په دغه ماموريت کي له ۴۰ هيوادونو څخه نزدې ۱۲۰۰۰ عسکر ونډه لري چي ډير ئې امريکايان دي.