1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د ټاکنو بهير د څارونکو وتل

سيدرياض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

د ټاکنو بهیر دوو سترو ماموریتونو له افغانستان څخه خپل بهرني څارونکي ایستلي دي. دغه گام په کابل کې پر سرینا هوټل باندې تر برید وروسته اخیستل شوی دی. دا گام ښایي د ټاکنو پر نتیجې د بې باورۍ باعث وگرځي.

https://p.dw.com/p/1BUjV
انځور: DW/H. Sirat

له افغانستان څخه د څارونکو د وتلو خبر په داسې وخت کې را پورته کیږي چې په دغه هيواد کې ولسمشریزو ټاکنو ته چې د اپریل میاشتې پر ۵مه نېټه تر سره کیږي، تر دوو اوونیو هم لږ وخت پاته دی. ښایي دغه ورځ د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه د واک د لیږد شاهده وي. خو ډیری خلک د پراخ تقلب چې د ۲۰۰۹م کال ټاکني یې بې اعتباره کړې له تکراریدو څخه انديښنه لري. په دغه وخت کې د ټولو رایو ۲۰ سلنه باطلې اعلان شوې.

د افغانستان د روڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ «فیفا» اجرائیويي رئيس جانداد سپین غر، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې «دا واقعاً یو لوی بد خبر دی. دغي پروسې ته د مشروعیت ورکولو له پاره په ټاکنو کې د بهرنیو څارونکو حضور واقعاً ډیر مهم دی.»

ملي دیموکراتیک انستیتیوت (NDI) ویلي دي چې دوی خپل څارونکي له افغانستان څخه ایستلي دي. په عین وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) ویلي دي چې دوی خپل څارونکي ترکیې ته لېږلي دي.

د اروپایي ټولني نړیوال څارنیز ماموریت به یوازنی لوی ماموریت وي چې پر سرینا هوټل باندي د طالبانو تر برید وروسته هم په افغانستان کې پاته شي. په دغه هوټل کې زیاتره بهرنیان اوسیږي.

د ملي دیموکراتیک انستیتیوت د عامه چارو مشري کېتي گېست، ویلي دي: «موږ خپل پرسونل چې په سرینا هوټل کې اوسیده، ایستلی دی او په اوسني وخت کې د ټاکنو ماموریت څارنیز فعالیتونه ارزیابي کوو.»

د ملي دیموکراتیک انستیتیوت څارونکي لویس ماریا دوارته، په هغو نهو تنو کې شامله وه چې پر سرینا هوټل په تر سره شوي برید کې ووژل شوه. د سرینا هوټل په رستورانت کې څلور وسله والو کسانو په توپگچو سره پر خلکو فيرونه وکړل.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي دي چې دوی به په رسمي توگه د دغه ماموریت د لغو کید یا نه لغو کیدو په اړه خپله پریکړه وکړي، په داسې حال کې چې ځیني سرچیني وایي چې د دغه سازمان بهرني کارکوونکي لا تر مخه ترکیې ته تللي دي.

د نوموړي سازمان ویاند توماس رایمر ویلي دي: «زموږ د امنیتي چارو کارپوهان، په اوس په کابل کې زموږ د ټیم له پاره چې د برید په شپه په سرینا هوټل کې وو، امنیتي وضعیت څېړي.»

تر دې دمخه هم پر سرینا هوټل باندي برید شوی دی، خو تر هغه وروسته د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوې وه او داسې گومان کېدی چې د ټاکنو پر مهال به د بهرنیو څارونکو د اوسیدولو له پاره خوندي ځای وي.

په جنوري میاشت په کابل کې پر یوه لبناني رستورانت باندې د طالبانو تر يرغل وروسته چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه ووژل شول، د سرینا هوټل له هغو محدودو ځایونو څخه یو دی، چې بهرنیو مېلمنو ته د ورتگ اجازه ورکول کیده.

اروپايي ټولني ویلي دي چې په ټوله کې د نړیوال څارنیز ماموریت له پاره د دوی په پلانونو کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو د یوه څارونکي د معلوماتو له مخي چې خپله هم په دغه الوتکه کې وو ویلي دي چې د دوی یو شمیر کارکوونکي هم پر سرینا هوټل له بریده وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.

د اروپایي ټولنې مشر څارونکي تیس بېرنم، ویلي دي: «موږ د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې خوندي یو او داسې کوم دلیل نه لیدل کیږي چې په خپلو پلانونو کې دې بدلون راولو.»