1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو پيل

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو څلور ستوري لرونکي جنرال دیويد پيتریوس د سنا د مجلس استخباراتي جرګه ګي ته وويل چي دي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو له پلان څخه ټينګ ملاتړ کوي

https://p.dw.com/p/11n9H
د افغانستان په هلمند ولایت امریکایي سرتیري
د افغانستان په هلمند ولایت امریکایي سرتیريانځور: picture alliance/dpa

جنرال پيتریوس چي لا تراوسه په افغانستان کي د امريکايي اود ناتو تر مشري لاندي د آيساف د ځواکونو عمومي قوماندان دي، مخکي له دي چي د خپل هيواد د استخباراتي سازمان، CIA، رياست په غاړه واخلي مکلفيت لري چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو د پيل پلان تطبيق کړي.

نوموړی چی د اوباما له خوا د CIA د مشری لپاره تیره میاشت نومول شوی ؤ، د پنجشنبه په ورځ د سنا د مجلس له خوا په غوڅ اکثریت سره دغی دندی ته ومنل شو.

له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو په اړه پيتریوس ولسمشر اوباما ته مختلف لاري چاري وړاندي کړي. خو هغه لاري چاري چي نوموړي وړاندي کړي دي، هيڅ يوه يي هم د اوباما له خوا نه ده منل شوي. د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخي، جنرال پيتریوس غوښتل چي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتل ډير ورو وي. خو اوس پريکړه شوي ده چي دغه سرتيري به د هغه پلان په مطابق له افغانستان څخه وځي چي ولس مشر اوباما څه د پاسه يوه اوني مخکي د هغه اعلان وکړ.

د کابو سل زرو موجودو امريکايي سرتيرو څخه لس زره يي د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستان څخه وځي. 23 زره نور يي د راتلونکي ميلادي کال سپتمبر پوری به د هندوکش د غرو له لمنو څخه خپل بار او بستره وتړي. د ناتو له متحدينو سره له موافقي سره سم وروسته له 2014 کال څخه ټول نړيوال جنګي ځواکونه بايد د افغانستان خاوره خوشي کړي او امنیتی مسووليت افغان ځواکونو ته وسپاري.

په رسمي توګه د جولاي له لومړي نيتي څخه بايد له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو تدريجي وتل پيل شي. خو جنرال پيتریوس د سنا استخباراتي جرګه کي ته وويل چي د متحده ايالاتو پوځ خپل تصميم نيولاي شي چي کوم سرتيري په لومړي سر کي د افغانستان خاوره خوشي کړي.

هغه وويل: «همدا اوس ځيني سرتيرو په وتلو پيل کړي، پرته له دي چي د هغوي ځاي څوک ونيسي.» هغه زياته کړه: «مونږ د وتلو تصميمونه د عمل د ډګر د شرايطو په مطابق نيسو او اوس چي ولسمشر د وتلو د پيل اعلان کړي د هغه د غوښتني په مطابق دغه پلان تطبيقيږي»

برګمن/ حکیم
کتونکی: جهش