1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیایي جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۵, دوشنبه

د استرالیا لومړي وزیر توني ابوت، د دوشنبې په ورځ وویل چې جنګي سرتیرو یې له افغانستان څخه د وتلو بهیر بشپړ کړی دی او په دې ترتیب سره یې د خپل هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې ته د پای ټکی کیښود.

https://p.dw.com/p/1AaCE
انځور: Getty Images

تر دې مخکې ابوټ د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې استرالیایي سرتیري به د روان کال تر پایه پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي. په دې ترتیب سره له افغانستان څخه د استرالیايي ځواکونو د وتلو بهیر د یکشنبې په ورځ بشپړ شو او ډیر شمیر استرالیایي سرتیري به د عیسوي اختر یا کریسمس له پاره خپلو کورونو ته ورسیږي.

ابوت وویل: «دغه جګړه [د افغانستان جګړه] پای ته رسیږي. نه په بریا او نه هم په ماتې، بلکې له داسې یوې هیلې سره چې افغانستان اوس د پخوا په پرتله [د ژوند کولو له پاره] يو ښه ځای دی. په خاصه توګه بیا د ارزګان ولایت زموږ د حضور له کبله په یوه ښه ځای باندې بدل شوی دی.»

استرالیا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته سرتیري واستول. له ۲۰۰۵ کال راهیسې د دغه هیواد سرتیري په ارزګان ولایت کې میشت ول. استراليایي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې خپل شاوخوا ۴۰ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

ابوت وویل: «موږ پوهیږو چې هغوی [استرالیایي سرتیرو] د افغانستان په جګړه کې ډیر تاوان لیدلی دی. ۴۰ تنه یې مړه شوي او ۲۶۱ تنه نور یې بیا په جدي ډول ټپیان شوي دي. خو دغه قربانۍ بیځایه نه وې [...] د ارزګان ولایت اوس د لس کاله پخوا په پرتله یو ډیر متفاوت او ښه ځای دی.»

پلان شوې ده چې په افغانستان کې به اوس هم شاوخوا ۴۰۰ استرالیایي سرتیري پاتې شي خو هغوی به په جګړه کې ښکیل نه وي. هغه ۱۵۵۰ تنه استرالیايي سرتیري چې په افغانستان کې یې پوځي عملیات ترسره کول اوس له دې هیواد څخه وتلي دي.

ابوت په افغانستان کې پاتې کیدونکو استرالیایي سرتیرو ته په اشاره کولو سره وویل: «د هغوی له ډلې څخه هیڅ یو به یې هم په جګړه کې ښکیل نه وي.»

د استرالیا لومړي وزیر په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «افغان پوځ په تیرو وختونو کې په ډیر ښه ډول پوځي عملیات پر مخ بیولي دي.»

ابوت د افغانستان د جګړې لاس ته راوړنو ته په اشاره کولو سره وویل چې په تیرو لسو کلونو کې طالبان له واکه ګوښه شوي، القاعده ضعیفه شوې ده او په افغانستان کې په نسبي ډول ثبات تأمین شوی دی. هغه زیاته کړه: «که تاسو زموږ د هیواد او نورې نړۍ له پاره د دغې جګړې ګټو ته وګورﺉ، نو زه کولای شم ووایم چې هو دغې جګړې یې ارزښت درلود.»

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په ټولیزه توګه له ۲۵۰۰۰ څخه ډیرو استرالیايي ځواکونو دنده ترسره کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب