1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان سره مرستي خپل سرحد ته رسېدلي»

نسيم صابر (epd)۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبه

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ديرک نېبل، له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي نه غواړي له افغانستان سره د دغه هيواد مرستي نوري هم ډيري شي. (انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/17kuN
Entwicklungsminister Dirk Niebel (l, FDP) und der afghanische Präsident Hamid Karsai unterhalten sich am Donnerstag (23.08.2012) im Päsidentenpalast in Kabul. Niebel ist für mehrere Tage in Zentralasien unterwegs. Foto: Michael Gottschalk dpa pixel
Niebel und Karsai in Kabulانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير له د يکشنبې په ورځ له «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي، چې دی به له افغانستان سره د آلمان مرستي نوري ډېري نه کړي:

«په کال کې د شاوخوا ۴۳۰ ميليونو يورو په ورکولو سره موږ هغي کچي ته ورسېدو چې سړی يې په معقول ډول لګولای شي، پرته له دې چې پيسې پر غلطو لارو ولاړي شي.»

نيبل د دې خبرې سپيناوی په دې ډول وکړ چې ويې ويل، «که زياتې پيسې ولګوم کيدای شي لا ښې لاس ته راوړني هم ونه شم لرلای.»

نيبل دا هم وويل چې آلمان د تېر کال په جولای کې د توکيو په نړيوال بسپنه ورکوونکي کنفرانس کې ژمنه کړې ده چې د افغانستان ملاتړ به تر ۲۰۱۶ کاله پورې په يوه ثابته مالي کچه سره مخ ته بوزي.

د آلمان حکومت په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرځوني راهيسې د افغانستان د ملکي بيا رغاونې له پاره څه باندې ۲،۵ مليارده يورو لګولي دي. آلمان په دې ترتيب په اروپا کې دوهم او په ټوله نړۍ کې دريم لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

نيبل تل د اداري فساد په له منځه وړلو ټينګار کړی دی

نيبل تېر کال په اګست مياشت کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي ول او د اداري فساد په له منځه وړلو او اداري اصلاحاتو يې ډېر ټينګار کړی وو.

نيبل هغه وخت ويلي ول چې آلمان دې ته ژمن دی چې له افغانستان سره به خپلو مرستو دوام ورکوي او د ۲۰۱۲ کال له پاره يې د ۱۷۵ مليونو يورو ژمنه کړې وه. نيبل ويلي ول:

«زه هيله من يم چي افغان دولت به په خپلو چارو کي اصلاحاتو ته پراختيا ورکړي. دا هغه څه دي چي زموږ تر منځ همکاريو ته اعتبار ور بخښي.»

دغه الماني وزير ويلي ول، چي له افغان چارواکو سره د خبرو اترو اصلي موضوع د ښې حکومتوالي او قانون د حاکميت په اړه وه.

له هغه وخت راهيسي چي د المان دغه سياستوال د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ټاکل شوی و، ده افغانستان ته اووه ځله سفرونه کړي دي.