1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره مرسته سوي پيسې دباندي وتلي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۸, سه‌شنبه

د افغانستان د ماليي وزیر وایي له دغه هيواد سره له دولسو کلونو راهیسي د مرسته شویو پیسو ډيره اندازه په خپله د بهرنیانو له خوا تر مصرفېدو وروسته خارج ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/17lnL
aktenkoffer bank braun eur euro gehalt geld geldkoffer geldschein glück koffer kriminalität kuvert lederkoffer lohn schmiergeld schwarzgeld sparen steuer steuerhinterzeihung umschlag wirtschaft wirtschaftskriminalität 50 500
Koffer Geld Geldkofferانځور: fotolia/Peter Atkins

د دغه وزارت د شمیرو له مخې چې له دغه هيواد سره نزدې شپيته ميلیارده امریکايي ډالره په تیرو څو کلونو کي مرسته شوې ده او یوازي شل سلنه ئې د حکومت د بودیجې له خوا مصرف شوي دي.

حکومت د هغو لګول شویو پیسو اغیزمنتوب ډیر کمزوری بولی چې په خپله د بهرنیانو په لاس په مصرف رسول شوي دي.

خو د امریکا پراختیايي ادارې په دې ورستیو کې د فساد له اړخه د کابل پر حکومت نیوکه کړې ده چې که روڼوالي رامنځ ته نه کړي د دوی مرستي به ورسره په ټپه ودریږي.

د افغانستان د ماليي وزیر عمر زاخیلوال دا ادعا نه مني چې گویا دوی د لګول شویو پیسو روڼ حساب نړیوالو مرستندویانو ته نه شي ورکولای. هغه په کابل کې خبریالانو ته وويل:

«تقریباً شپيته ميلیارده ډالر په افغانستان کې مصرف شوي دي، له دغي برخي څخه یوازي  اته یا نهه ميلیارده ډالره زموږ له لاري په مصرف رسول شوي دي او پاتي نور يې دباندي مصرف شوي او زیات شمیر ئې دباندي وتلي او دلته نه دي پاته شوي. دا نړیوال سیستم دی چې تر دې دمخه بوسنیا، افریقا او کوسوو ته هم نړیوالو مرستي ورکړې او خپل شرایط یې لرل.»

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت ته د تیر کال په نیمايي کې په توکیو کې تر نړیوالي غوندي وروسته پریکړه شوې ده چې نیمايي پیسې په خپله افغانان د افغانستان د ملي بودیجې له لاري مصرف کړي دي چې ګوندي اغیزمنتوب به یي لوړ وي.

د اقتصادي چارو د نړیوالو خونو غړی او د کابل پوهنتون ښونکی اذرخش حافظي وایي نه یوازي دا چې پر پردیو مرستو باید تکیه وشي پر څنګ يي باید کورني ظرفیتونه په پام کې ونیول شي.

هغه وایي باید د افغان پانګوالو د هڅولو له پاره چي څه نا څه یو سل او پنځوس ميلیارده ډالر په لاس کې لري کار وشي، دغلته د کار موندني فرصتونه رامنځ ته شي:

«اوس د افغان سوداګرو د نړیوالي سوداګري کچه زیاته ده. د هغو څيړنو له مخي چې موږ تر سره کړي دي افغانان یو سل او پنځوس ميلیارده نقد ډالر لري چې په تاریخ کې د افغانانود ننقدي پيسو اندازه دومره حد ته نه وه رسېدلې.»

خو آیا په ریښتیا به هم هغه  پیسې چې بهرنیان ئې په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره مرسته کوي هغسي چې اولسي افغانان تمه لري د اړتیا وړ لویو پروژو او هغو ستونزو باندي ولګول شي چې دوي ورسره په ورځني ژوند کي لاس او ګریوان دي؟

افغان دولت که له یوه اړخه د بهرنیو مرستو د افغاني کیدو هڅي کوي له بلي خوا يي خپل هغه ځای هم د په فساد ککړو هیوادونو په سر کې ساتلی دی چې ورته تیر کال د روڼوالي نړیوال سازمان ورکړی دی.

سازمان ویلي ول چې د افغانستان په اکثریت ادارو کې فساد شته او دلته ئې واکمني د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ کړې ده.