1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د هند مرستي طالبان په غوسه کړي

عبدالستار خان/ اسلام آباد۱۳۹۵ شهریور ۲۶, جمعه

وسله والو طالبانو د هند له خوا له افغان حکومت سره د مالي مرستې پر اعلان کلک غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې دا د افغانستان له وګړو سره د دښمنۍ په معنا ده.

https://p.dw.com/p/1K3UD
انځور: picture-alliance/dpa

له افغانستان سره د یو ميلیارد ډالرو مرستي اعلان په نوي ډهلي کې د ولسمشر محمد اشرف غني او هند د لومړي وزیر نریندرا مودي تر لیدنې کتنې وروسته وشو.

ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۱۴) په هند کې له نریندرا مودي سره ولیدل. نوموړي په دې ترڅ کې د پاکستان د نوم اخیستو پرته د دغه هیواد پر تګلارو نیوکې وکړې.

د مودي او غني پر دې اتفاق وسله وال طالبان چې د افغانستان د حکومت پر ضد وسله واله جګړه پر مخ وړي، سخت په غوسه کړي.

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د دويچه ويله د اردو څانگي له خبريال سره په مرکه کي ويلي دي: «د امریکا له دې مريي حکومت سره د هر چا مرسته له افغان ولس سره د دښمنۍ په معنا ده. افغان حکومت خو دې ته د اقتصادي مرستي نوم ورکوي خو په دې وسلې رانیسي او ماشومان، ښځې او عادي ولس په نخښه کوي. موږ د دا ډول مرستو مخالفت کوو. دا به د افغانستان ستونزي لا زیاتي کړي.»

نه یوازي طالبان، بلکی د پاکستان حکومت هم د دې تړون په اړه اندېښنې لري. په اسلام آباد کې حکومت دې مرستو ته په افغانستان کې د هند د موقف او حضور د پياوړي کولو د هڅې په سترګه ګوري او په دې آند دی چې هند به له دغه ځایه پاکستان بې ثباته کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزير نريندرا مودي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزير نريندرا موديانځور: picture-alliance/dpa

د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې غړی حسین شهید سهروردي د دویچه ویله له اردو څانگي سره په خبرو کې وویل: «افغانستان په اور لوبي کوي. د خپل ګاونډي هیواد د سر له دښمن سره د اړیکو زیاتول د خپل هیواد خدمت نه دی. افغانستان او پاکستان یو له بل سره تاریخي خپلوي او کابو ۲۴۰۰ کیلومتره شریک سرحد لري. افغان حکومت باید هڅه وکړي چې افغانستان داسي یو بې پرې هیواد کړي، لکه د سردار محمد داود خان په واکمنۍ کې چې وو. دا هیواد نه د پاکستان تر نفوذ لاندي وي او نه هم باید هند ته ډیر ورنزدې شي. د هند او افغانستان ترمنځ تړون ډېري اندیښنې راپارولي. له دې څخه داسي انګیرل کیږي چې هند په دغه هیواد کې خپل حضور پیاوړی کوي او په بلوچستان کې د لا زیاتې مداخلې پلانونه جوړوي.»

سهروردي، د یوې پوښتني په جواب کې وویل: «په ښکاره توګه خو دې ته اقتصادي مرسته ویل کیږي خو دا پوځي موخي لري. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د کنترول او مهاجرو د لیږد په هلکه ترنګلتیاو زیاتي شوي دي. هند له دې وضعیت څخه ګټه اخلي.»

هغه زیاته کړې: «کله چې افغانان وګوري چې هند یې په هیواد کې پانګونه کوي نو ملاتړ یې ډيریږي او په دې توګه به هند وکولای شي هلته خپلې پښې ټينګې کړي. یعني معنا داده چې دا تړون په اصل کې پوځي دی که په ښکاره ورته د اقتصادي مرستې نوم ورکړل شوی وي.»

خو سناتور افراسیاب خټک بیا ويلي دي چې افغانستان او هند دوه خپلواک او آزاد هیوادونه دي او له هر چا سره چې وغواړي تړونونه کولای شي: «د هند مرستي دا روښانه کوي چې دغه دوه هیوادونه ښې اړیکې سره لري. له بده مرغه موږ له افغانستان سره ښې اړیکې نه لرو. کاشکې چې زموږ اړیکې هم له دغه هیواد سره د ښه والي پر لور ولاړي شي. زه د دې تړون په اړه یوازي خپلې نیکې هیلې څرګندولای شم.»

نوموړي د پاکستان او افغانستان اړیکو په هلکه ويلي دي: «کله چې اشرف غني واک ته ورسېد نو غوښتل یې له پاکستان سره ډیري ښې اړیکې ولري. ده د پاکستان سره ۴۸ تفاهمنامې هم لاسلیک کړې. پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هم د افغانستان سره ښې اړیکې غوښتې او اوسنی ملکي حکومت هم همدا هیله لري خو زموږ نظامي ادارې ستونزې جوړوي. دوی اوس هم د ښو او بدو طالبانو پالیسي پر مخ وړي.»

خټک زياته کړې: «په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان په اړه په افغانستان کې عام نظر ډير مثبت وو خو اوس دوی په افغانستان کې د ټولي وینې تویدني پړه پر پاکستان اچوي. خو له دې ټولو ستونزو سره سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښه کیدلای شي، په دې شرط چې پر پخوانیو تګلارو له سره غور وشي.»

نور مطالب