1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپايي ټولني څخه د وتلو په اړه وینا

۱۳۹۵ دی ۲۸, سه‌شنبه

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مي، د سه شنبې په ورځ وویل چې بریتانیا به د اروپايي ټولنې له واحد مارکیټ څخه ووځي، څو د مهاجرو راتګ محدود شي. خو پارلمان باید له اروپايي ټولنې څخه ددغه هیواد د وتلو وروستي پلان تصویب کړي.

https://p.dw.com/p/2Vw2J
Britain Brexit Ministerpräsidentin Theresa May
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth

تریزا مي د بريکزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه په خپله وینا کې وویل «بريکزیت باید په دې معنی وي چې له اروپايي ټولنې څخه [بریتانیا] ته د راتلونکو کسانو شمیر کنترول شي، او موږ به همدا پایله ترلاسه کړو. هغه څه چې زه یې وړاندیز کوم د اروپا په واحد مارکیټ کې د پاتېدو معنی نه شي لرلی.»

دغي سیاستوالې په عین حال کې ټینګار وکړ چې هیواد به یې له اروپايي ټولنې سره پر داسې یوه تړون موافقه وکړي چې په ترڅ کې به یې اروپايي مارکيت کې حد اکثر لاسرسي، تظمین شوي وي.

تریزا مي روښانه کړه چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو هر ډول پلان به د بریتانیا د پارلمان د دواړو خونو د تصویب له پاره وړاندې شي.

تر هغه وروسته چې تریزا مي د «لیزبون تړون» ۵۰مه ماده پلي کړي، بریتانیا به له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په موخه دوه کاله وخت ولري. د دې مادې پر اساس باید تریزا مي اروپايي ټولنې ته په رسمي توګه ووایي چې غواړي له دې ټولنې ووځي.

په دې ترتیب سره نو که اروپايي ټولنه او بریتانیا د دوو کلونو په منځ کې یوه توافق ته و نه رسیږي، اروپايي ټولنه او بریتانیا به پرته له کوم تړونه یو له بله بیل شي.

مي، ژمنه کړې ده چې د می میاشتې په پای کې به ۵۰مه ماده پلي کړي. هغه باور لري چې د دوو کلونو په موده کې به اروپايي ټولنه او بریتانیا پر یوه تړون سره موافقه وکړي.

خو د بریتانیا بهرني متحدین بیا په دې باور نه دي. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر هنس یورګ شیلنګ، وایي چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل ښايي تر پنځو کلونو وخت ونیسي.

نور مطالب: