1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اداري فساد سره د نوماند وزیرانو د مبارزې ژمنې

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

له اداري فساد سره مبارزه د هر نوماند وزیر په پلان کې شامله ده. خو یو شمیر استازي وایي چې له فساد سره مبارزه اسانه نه ده او د لنډ مهالو او سطحې برنامه له لارې پر مخ نه شي وړل کیدای.

https://p.dw.com/p/1EQBo
Afghanistan Mitglieder des Parlaments
انځور: DW

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس یې د خپلو کمپاینونو پر مهال له اداري فساد سره پر مبارزې باندې ټینگار کاوه. ولسمشر غني پارلمان ته د وزیرانو د معرفي کولو پر مهال هم وویل چې هر وزیر چې په اداره کې یې فساد موجود وي تر تعقیب لاندې نیول کیږي.

د پارلمان استازو د یکشنبې په ورځ په عمومي غوڼډه کې ټینگار وکړ چې له اداري فساد سره د نوماند وزیرانو د مبارزې پلانونه باید یوازې د شعارونو په توگه پاتې نه شي او باید د عمل په ډگر کې هم پیاده شي.

د پارلمان یوه استازي ظهیر سعادت، وویل چې افغانستان د گاونډیو هیوادونو او نړۍ د بې کیفیته موادو په مصروونکي باندې بدل شوی دی. سعادت زیاته کړه چې افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو راتگ هر کال د زرهاو افغانانو د مړنې لامل کیږي خو په خبره یې د اداري فساد له کبله یې مخه نه نیول کیږي. هغه وویل: «ډیر وخت داسې شوي دي چې بې کیفیته نفتي، گازي او خوراکي مواد زموږ هیوادوالو ته تاوان رسولی دی خو بیا هم په دې برخه کې کوم څه نه دي شوي.»
د پارلمان دې استازي وویل چې تر دې وروسته باید دولتي ادارې د فساد په هکله ځواب ووایي او خلک باید د دې موضوع قرباني نه شي.

د پارلمان بلې استازې ربابه پرواني، هم د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې د فساد په اړه خبرې وکړې. هغې ادعا وکړه چې ډیر شمیر تحصیلي بورسونه د دې پر ځای چې د شرایطو واجدینو ته ورسیږي، داسې کسانو ته ورکول کیږي چې یا خو له چارواکو سره خپلوي لري او یا هم زورواکان وي: «یو شمیر محصلین د بورسونو په اړه ډیر ژر معلومات ترلاسه کوي خو یو شمیر نور او بیا په خاصه توگه نجونې د دغو بورسونو په اړه معلومات نه شي ترلاسه کولای. کله چې محصلین له بورسونو خبر شي ټول ویشل شوي وي او په خواشینۍ سره چې حق حقدار ته نه سپارل کیږي.»

د نوماند وزیرانو ژمنې

ټولو هغو نوماندانو چې پارلمان ته خپل پلانونه وړاندې کړي ژمنه کړې ده چې د اعتماد رایې ترلاسه کولو وروسته به په خپلو ادارو کې بدلونونه راولي. د لوړو زده کړو وزارت له پاره نوماندې خاطره افغان، ولسي جرگې ته په خپلو خبرو کې وویل چې له خپل وزارت څخه به د فساد د له منځه وړلو هڅې وکړي. هغې زیاته کړه: «د لوړو زده کړو درسي نصاب باید د نویو علمي انکشافاتو او د مارکیت د اړتیا له مخې جوړ شي. د دې هدف له پاره د یوه څیړنیز انستیتیوت جوړولو ته اړتیا شته چې د تعلیمي نصاب انکشاف پورې د تړلو موضوعگانو مسوولیت پر غاړه واخلي.»

اداري فساد په افغانستان کې په تیرو څوارلسو کلونو کې پر پلې شویو ساختماني او انکشافي پروژو باندې هم اغیزه کړې ده. یو شمیر ودانۍ خو ان مخکې له بشپړیدو نړیدلې دي او نورې ودانۍ بیا تر لږ وخت وروسته له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د اقتصاد وزارت له پاره نوماند وزیر سردار محمد رحمان اوغلي، وویل چې هیڅ بل وزارت ته به اجازه ور نه کړي چې بې کیفیته پروژې پلې کړي: «هیڅ وزارت به هم پرته د اقتصاد وزارت له تاییده کومه پروژه پلي کړای شي. هغوی ته به همداراز اجازه ور نه کړل شي چې بې کیفیته پروژې خلکو ته وسپاري. داسې پروژې چې د درو میاشتو په جریان کې له منځه تلای شي.»

د سوداگري او کډوالو وزیرانو هم ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به مبارزه وکړي. افغانان هیله لري چې نوی افغان حکومت به له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتوالي په برخو کې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب