1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له یونان څخه راغلي مهاجرین بیرته یونان ته استوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

د یونان د مهاجرینو چارو وزیر یوانیس موزالاس ویلي دي چې تر ۲۰۱۱م کال وروسته د لومړي ځل له پاره به د «دوبلین مقرراتو» په چوکاټ کې له آلمان څخه رد شوي مهاجرین یونان ته ولیږل شي.

https://p.dw.com/p/2ho8B
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber
انځور: Picture alliance/dpa/H. Schmidt/dpa-Zentralbild

د مهاجرینو له پاره د یونان د مهاجرو چارو وزیر یوانیس موزالاس د اګست میاشتې په پنځمه نیټه د شنبې په ورځ له آلماني تلویزیوني چینل (اې آر دي) سره په یوه مرکه کې د دې څرګندونو پخلی وکړ. د دې پریکړې پر وړاندې په چټکی سره غبرګونونه هم راوپاریدل. په آلمان کې د «پرو ازول» په نامه د مهاجرینو د ملاتړ سازمان دغه پریکړه له اخلاقي پلوه یو ناسم کار بللی دی.

د دوبلین مقرراتو په چوکاټ کې د رد شوو مهاجرینو اطلاق داسې کسانو ته کیږي چې د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې راهیسې یو مهاجر له یونان څخه بهر شوی وي او په آلمان یا نورو اروپايي هیوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې وي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۱م کال راهیسې تر اوسه پورې له آلمان څخه یونان ته اخراجیدونکي مهاجرین نه دي استول شوي. تر اوسه پورې د دوبلین مقرراتو د نه عملي کولو یو اصلي لامل دا په ګوته کيده چې په دې هکله په کړنلارو کې وضاحت نه وو.

په اروپايي ټولنه کې د دوبلین مقرراتو یا سیستم په اساس یو مهاجر یوازې په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه کولای شي، په کوم هیواد کې چې د لومړي ځل له پاره اروپايي ټولنې ته داخل شوی وي. زیاتره هغه مهاجرین چې د سمندر او کښتیو له لارې غواړي ځانونه اروپايي هیوادونه ته ورسوي، دوی د لومړي ځل له پاره یا ایټالیا او یا هم یونان ته رسیږي.

بل لوري ته بیا د آلمان د کورنیو چارو فدرال وزارت د (اې آر دي) شبکې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د دوبلین مقرراتو د عملي کولو په هکله لارښوونې د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې د دې ټولنې د کمیسیون د یوې پریکړې پر اساس کیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، د روان کال د جولای میاشتې تر پایه پورې د شاوخوا ۴۰۰ مهاجرینو په هکله پریکړه شوې ده چې ټاکل شوې له آلمان څخه یونان ته واستول شي او په دې هکله له یونان څخه د هغوی د منلو رسمي غوښتنه هم شوې.

د یونان د مهاجرینو د چارو وزیر وانیس موزالاس له همدې شبکې سره په خپله مرکه کې زیاته کړې ده چې یونان په دې هکله د اروپايي ټولنې د نورو غړو هیوادونو لخوا تر فشار لاندې وو او له همدې امله د آتن حکومت د دوبلین مقرراتو د عملي کولو ملاتړ وکړ. نوموړي په دې هکله ویلي دي چې «زه فکر کوم چې د دې هیوادونو حکومتونه غواړي خپلو خلکو ته وښيي چې دوی د مهاجرت د کړکیچ د حل له پاره هڅې کوي.»

کارل کوپ څوک چې په آلمان کې د پرو ازول د سازمان ویاند دی پر دې پریکړې سختې نیوکې کړي دي. نوموړي له اې آر دي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې په یونان کې له وړاندې حالت ډیر زیات خراب دی او ګڼ شمیر مهاجرین تر شنه آسمان لاندې ژوند تیروي. هغه همدا راز زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې له هیوادونو څخه یونان ته د مهاجرینو د ایستلو پر ځای هلته په یونان کې د شته مهاجرینو سره د اروپايي ټولنې مرستو ته اړتیا ده.

سربیره پر دې، د اروپايي ټولنې د مهاجرینو د چارو کمیسا دیمیتریس اورامپوپولوس بیا د دوبلین مقرراتو د عملي کولو له لارې یونان ته د مهاجرینو د اخراج ننګه کړې. د هغه په وینا که څه هم د دوبلین مقررات عملي ګټه نه لري خو بیا هم اوسمهال به دغه تړون ترهغه وخته پورې عملي شي ترڅو چې موږ نوې کړنلارې نه وي پیدا کړي. اروپايي ټولنه غواړي چې د روان کال تر ختمیدو دمخه، په دې ټولنه کې د پناه غوښتنې له پاره نوې کړنلاره او قوانین رامنځ ته کړي.